1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په يوه وسله وال بريد کي سرتيري وژل سوي دي

۱۳۹۰ دی ۲۴, شنبه

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ښار کي د شنبې په ورځ د پوليسو د مشر پر دفتر باندې په یوه بريد کي په لسو انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/13jh6
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: AP

د ډېره اسمعيل خان کي وسله وال بريد په داسي حال کې تر سره سوی دئ چي له څو ورځو راهيسي د وسله والو طالبانو له لوري پر پاکستان پوليسو باندي حملې زياتي سوي دي.

جګړه د خيبر پښتونخوا په دوهم لوى ښار ډېره اسماعيل خان کي تر غرمې وروسته د ډي پي او يا سيمه ييزو پوليسو د مشر پر دفتر باندي وروسته له هغه پيل سوه چې څو تنه بريد کوونکي دغه دفتر ته ورننوتل او يوه تن ئې ځانمرګی بريد وکړ.

د دولتي چارواکو په وینا څو تنه بريد کوونکي ياد دفتر ته د پوليسو په جامو کي ورننوتل او هلته ئې جګړه پېل کړه.

په غه جګړه کي چې څو ساعته ئې دوام وکړ د تازه راپورونو له مخې د دريو تنو ترهګرو په ګډون شپږ کسان پکښي وژل سوي دي او نور ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير، ميا افتخار حسېن، ويلي دي چې دوو تنو ځان وژونکو خپل ځانونه الوزولي دي او پاته نور به ئې هم يا ځانونه والووزوي او يا به هم زموږ د پوليسو له لوري ووژل سي، ځکه چې تر دې لږ وړاندې زموږ سرتېرو يو تن ويشتلى دئ.

دى وايي چي تر اوسه پوري پوره معلومات نه دي ترلاسه سوي، خو دومره معلومات سته چې دغه کسان د پوليسو په جامو کې دې دفتر ته ورننوتلي دي، او د څو کسانو سره لا تر اوسه پوري جګړه روانه ده. د هغه په وینا د پوليسو مشر ته کوم زیان نه دئ اوښتی.

حبيب الرحمن تاثير
کتونکی: احمدولي اڅکزی