1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په ځانمرگي بريد کي پنځه تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16z02

د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان ته څیرمه د پولیسو پر یوه پوسته باندي په ځانمرگي برید کي پنځه تنه وژل شوي دي. دغه خبر ځایي چارواکو ورکړی دی. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د بنو له ښار څخه ۱۳ کیلومتره وړاندي د کاکي په سیمه کې رامنځته شوې ده، چي دوو ځانمرگو برید کوونکو د پولیسو د یوه ماموریت د باندې خپل ځانونه الوزولي دي. د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «درو تنو برید کوونکو د کاکي پر پوسته برید کړی. هغوی درې تنه پولیس او دوه تنه ملکي وگړي وژلي دي.» د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یوه بل لوړپوړي چارواکي نثار تنولي، هم د دغه برید او مرگژوبلې تاييد کړی دی. هغه ویلي دي: «یوه ځانمرگي برید کوونکي د پولیسو د پوستې مخې ته ځان الوزولی دی او درې تنه پولیس یې وژلي دي. دوو نورو ځانمرگو برید کوونکو هڅه کړې ده چې د پوستې شا ته د مسجد له لارې د پولیسو پوستې ته راننوځي، هغوی خپل ځانونه هلته الوزولي دي چې په پایله کې یې دوه تنه ولسي وگړي وژل شوي دي.» لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.