1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان، چین، امریکا او افغانستان بیا غونډه کوي

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې تر یوې اوږدې وقفې وروسته به د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحدو ایالاتو چارواکي په اومان کې د کابل او یاغیانو تر منځ د سولې په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/2lcqM
Afghanistan Kabul Friedensgespräche Treffen USA China Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی، ویلي دي چې د څلور اړخیزو همکاریو دغه شبږمه غونډه به د اکتوبر مياشتي پر۱۶مه نیټه په موسکات کې وشي.

د دغو څلور اړخیزو غونډو هدف د داسې یوه میکانیزم رامنځ ته کول دي چې له مخې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي. خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د څلور اړخیزو همکاریو وروستۍ غونډه د ۲۰۱۶م کال په می میاشت کې شوې وه. خو په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلام آباد د اړیکو ترینګلتیا د دغې غونډي موثریت او ترسره کیدل له ستونزې سره مخامخ کړي.

افغانستان د اومان غونډي ته د سولې د عالي شورا یو غړی استوي، پاکستان بیا د بهرنیو چارو لوړپوړي چارواکي تهمینه جنجوعا، په غونډې کې د ګډون له پاره لیږي. د چین او امریکا متحدو ایالاتو له خوا بیا په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

یوه پاکستاني چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «اسلام آباد غواړي د کابل خبري واوري چې د ولسمشر اشرف غني اداره څرنګه غواړي چې پاکستان د سولې په خبرو اترو کې د [منځګړي په توګه] برخه ولري.»

د طالبانو کوم غړی په دې غونډه کې د ګډون له پاره نه دی بلل شوی. دغه خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې ده. دغې ډلې د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې رامنځ ته شوې د څلور اړخیزو همکاریو غونډه له پیله رد کړې ده.

له بلې خوا بیا پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هیواد پوځ غواړي چې روسیه هم په دې غونډه کې گډون وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب