1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ښايي د ناټو پر مخ خپله پوله تړلې وساتي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

پاکستان د ناټو پر اکمالاتي قطارونو خپله پوله تیر کال وتړله. اوس له دې پېښې څخه څه نا څه شپږ میاشتې تیریږي خو لا اوس هم د ناټو پر مخ د دې لارې پرانستل لیري ښکاري.

https://p.dw.com/p/14qXz
انځور: DW

اوس ناټو افغانستان کې خپل اکمالات د مرکزي اسیا له لارې تر سره کوي. افغانستان ته له دې لارې د اکمالاتو رسول، د ناټو د اکمالاتو د لیږدول لګښت دوه نیم برابره لوړوي.

د اوباما اداره لا هم افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي لارې د خلاصولو په سر له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخته ده، خو امریکایي چارواکي دا هیله نه لري چې په دې برخه کې دې ژر کومې پریکړې ته ورسیږي.

د ناټو په یوه هوایي برید کې د څو تنو پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د نوموړې اکمالاتي لارې دوامداره بندښت ښایې د بارک اوباما اداره له ستونزو سره مخامخ کړي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله د مې د میاشتې پر ۲۰ او ۲۱ نیټه په شیکاگو کې د ناټو تر سرمشریزې مخکې په دې اړه کوم جوړ جاړي ته رسیدل ناممکنه ښکاري. په دغه غونډه کې به د لویدیځو هیوادونو مشران له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو او له افغاني ځواکونو سره د مالي مرستو په اړه موضوعات تر بحث لاندې ونیسي.

د امریکا متحده ایالاتو د فاع وزارت یوه چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې روانه اونۍ به په اسلام آباد کې د پاکستاني او امریکایي چارواکو تر منځ د اکمالاتي لارې د خلاصیدو پر سر خبرې دوام وکړي خو ښایي په نزدې وخت کې به په دې اړه کومه پریکړه و نه شي.

د نوموړي چارواکي په حواله د اکمالاتي لارې د خلاصولو پر سر مذاکرات د اهمیت وړ دي خو په دې اړه ژر یوې پریکړې ته د رسیدو هیله نه کیږي.

د رویټرز خبري آژانس په وینا بله موضوع چې دغه خبرې اترې ئې له ځنډ سره مخامخ کړي دي، دې موافقې ته رسیدل دي چې متحده ایالات به پاکستاني پوځ ته د تروریزم پر ضد د جگړې په برخه کې څومره پېسې ورکړي.

امریکا غواړې چې د Coalition Support Funds په نوم پروگرام په ترڅ کې له پاکستان سره په دې برخه کې یو میلیارد ډالر مرسته وکړي خو د پاکستان غوښتنه بیا درې چنده زیاته ده.

له ۲۰۰۲ کال راهیسي تر اوسه پورې پینټاگون له پاکستان سره په پوځي برخه کې د ۸.۸ میلیاردو ډالرو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو له پاره یو په دریمه برخه اکمالات د پاکستان له لارې رسیږي. د تیر کال د نومبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته پاکستان دغه لاره وتړله.

په روانې اونۍ کې د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت له خوا په یوه خپور شوي رپورټ کې خبرداری ورکړل شوی دئ چې د ډیرې مودې له پاره د اکمالاتي لارې تړل ښایي له افغانستان څخه د ځواکونو د راایستلو پر عملیاتو تأثیر وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش