1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کابل له یاغیانو سره به جگړه کې مرسته نه کوي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ شکایت کړی دی چې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې په روانو تعرضي عملیاتو کې افغانستان له دې هیواد سره په همکارۍ کې پاتې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1Ddz8
انځور: picture-alliance/AP

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، ادعا کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان، مشر مولانا فضل الله د افغانستان له کونړ او نورستانو ولایتونو څخه د پولې بلې غاړې ته په «آزاده توگه فعالیتونه» کوي.

پاکستان د روان میلادي کال له جون میاشتې راهیسې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو یاغیانو د پټنځایونو پر ضد عملیات پیل کړي دي. دغه سیمه له افغانستان سره گډه پوله لري، خو د عاصم باجوه په وینا افغانستان د دوی د مرستې غوښتنه نه ده منلې.

عاصم باجوه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي: «موږ له افغانستان څخه هغه همکاري نه ده لیدلې د کومې چې موږ د ضرب عضب د عملیاتو د پیلیدو تر مخې اټکل کاوه.» هغه زیاته کړې ده: «موږ د ترهگرو د ایستلو، د هغوی د مخنیوي ، وژلو او یا هم موږ ته د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو هغوی [افغانانو] له موږ سره په دې برخه کې همکاري نه ده کړې.»
په وروستیو کلونو کې د کابل او واشنگټن اړیکې ډیر وخت ترینگلې پاتې شوې دي. داوړه هیوادونه یو پر بل باندې تور لگوي چې د وسله والو یاغیانو پر وړاندې یې اغیزمن گامونه نه دي پورته کړي او ان دا چې ملاتړ یې کوي.

د باجوه په وینا د دغو پوځي تعرضي عملیاتو د پېل راهیسې تر اوسه له ۱۱۰۰ څخه زیات یاغیان او سل تنه پوځیان وژل شوي دي. هغه ویلي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ زیات ترهگر ژوندي نیول شوي دي. خو دا خبره گرانه چې د پاکستان د پوځ له لوري ورکړل شوي ارقام د خپلواکو سرچینو له خوا تائید شي. دا ځکه چې خبریالان په منظمه توگه دغه کړکیچ ځپلې سیمې ته لاس رسی نه لري.

عاصم باجوه دا هم وویل چې د شمالي وزیرستان ډیری برخې له وسله واله یاغیانو څخه پاکې شوي دي او په وینا یې پوځي عملیات په بریالي توگه پر مخ روان دي. خو هغه شکایت وکړ چې د افغانستان له لوري نه اقدام ښايي دغه عملیات ضعیفه کړي او په وینا یې پاکستان په آزاد ډول پر پوله د یاغیانو تگ راتگ انديښمن کړی دی. عاصم باجوه ویلي دي: «که چیرې موږ له افغانستان څخه همکاري تر لاسه کړې وای نو د دغو عملیاتو اغیزه به لا ډیره وای.»

شمالي وزیرستان د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې سره تړاو لرونکو وسله والو ډلو پوخ سنگر گڼل کیږي. امریکا متحده ایالاتو په دغه سیمه کې د یاغیانو د پټنځایونه پر وړاندې له پاکستان څخه د پوځي عملیاتو غوښتنه کوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب