1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کي د افغانانو د کډوالۍ موده وغځېده

حبيب الرحمان تاثير/ کوټه۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبه

د پاكستان د سرحدونو چارو وزارت افغان كډوالو ته د وركړل سوو مهاجرت كارتونو موده شپږ مياشتي نوره هم وغځوله. په دغه هيواد کي پوليسو ته لارښوونه سوې ده چي د مهاجرت کارت لرونکي افغانان په تکليف نه کړي.

https://p.dw.com/p/17GxS
انځور: picture alliance/Photoshot

د سرحدونو چارو وزارت د وينا له مخي دغه پړيكړه تېره مياشت د افغان كډوالو د بېرته ستنولو د تګلاري په اړه د پاکستان له لومړي وزير سره د يوې غونډي په ترڅ كې سوې ده.

د وزارت د چاروکو په خبره، د دغه وزارت په مشرۍ د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو د استازو په گډون یوه کمېسيون ته دنده سپارل سوې ده چي دغه چاري پرمخ بوزي.

ويل کيږي چي دغه کمېسيون به په دغه شپږمياشتنۍ موده کي د كډوالو د بيرته ستنېدو پروسه بېړنۍ كړي. دغه راز دغه کمېسيون به د افغان دولت او د ملگرو ملتونو د گډوالو اداره يو اېن اېچ سي آر سره په مشوره عمل کوي.

داسي ويل کېده چي افغان کډوالو ته به د دغو شپږو مياشتو له پاره د کډوالۍ نوي کارتونه ورکول کيږي. خو په اسلام آباد کي د افغان کډوالو د ادارې مشر الوزي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«کډوالو ته نوي کارتونه نه ورکول کيږي، بلکي دغه زاړه به د شپږو نورو مياشتو له پاره د قبول وړ وي.»

د خيبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو په اړه د مركزي حکومت پرېكړه منلې ده، او پوليسو ته لارښوونه سوې ده، چي د کډوالۍ كارت لرونكي افغانان دي بې ځايه نه تنګوي.

د پيښور محکمې له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي «ايالتي حکومت ته د سرحدونو چارو وزارت له خوا ورلېږل سوې پريکړه وررسېدلې ده. په دغه پريکړه کي راغلي دي چي افغان کډوالو ته په پاكستان كي د اوسېدو له پاره د شپږو نورو مياشتو له پاره د اوسېدو اجازه ورکړل سوې ده».

په هغه ليک کي چي د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت له خوا د خيبر پښتونخوا ايالتي محکې ته لېږل سوی دی، راغلي دي، چي «د پاكستان د قومي پېژندپاڼي يا شناختي كارډ د وركولو ادارې «نادرا» له خوا چي افغان کډوالو ته د «پي او ار» قانوني کارتونه وركړل سوي ول په هغو كي شپږ مياشتي نور وخت وركړل سوى دى.

اعلاميه زياتوي چي د خيبر پښتونخوا ايالت پوليسو ته لارښوونه سوې ده چي په قانوني توګه مېشت افغان کډوال دي نه تنګوي، ځکه چې ايالتي حكومت د سرحدونو چارو وزارت د پريکړي هرکلی کوي.

اعلاميه زياتوي چې افغان کډوال به د ۲۰۱۳ کال د جون تر مياشتې پوري په پاکستان کي وي او تر هغه وروسته به خپل هېواد ته ستنيږي.