1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کي د ترورستانو د پيداکولوعمليات پيليږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د رسنيو په حواله وروسته له هغي چي امريکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي اسامه وواژه، پاکستان پريکړه کړي چي په دغه هيواد کي د ملا عمراو ايمن الظواهري د پيدا کولو په موخه پلټونکي عمليات په لاره واچوي

https://p.dw.com/p/119Jw
پاکستانی پوځیان
پاکستانی پوځیانانځور: AP

ويل کيږي دغه عمليات به د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمي کي په لاره واچول شي. د نيوز د ورزځپاڼي په حواله، دغه عمليات به په کويټه او نورو سيمو کي تر سره شي. په دغي ورځپاڼي کي راغلي: « د پاکستان امنيتي ځواکونه به يو لړ پلټونکي عمليات په کويټه او د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کي په لاره واچوي. د دغو عملياتو هدف به د طالبانو د مشر، ملا عمر، او د القاعدي د شبکي د دويم مسوول، ايمن الظواهري، نيول وي.»

په دغي ورځپاني کي همداراز راغلي چي د ملاعمر او ايمن الظواهر د پيدا کولو عملياتو له په لاره اچولو څخه وروسته کيداي شي په پاکستان کي تاوتريخوالي زيات شي.

ډير شمير خلک په دي باور دي چي ملاعمرد کوټي د شورا مشري په غاړه لري چيرته چي په افغانستان کي د طالبانو د جگړي تر تولو مهمي پريکړي کيږي. شمالي وزيرستان هم د حقاني د گروپ د غړو لپاره يو ښه پټنځاي بلل کيږي. دغه گروپ د کوټی د شورا سره اړيکي لري.

د امريکا متحده ايالاتو او د افغانستان دولتونو ډير ځلي د پاکستان د حکومت څخه غوښتي ترڅو د ترورستانو د له منځه وړلو په موخه په دغه هيواد کي پوځي عمليات په لاره واچوي، خو پخوا د پاکستان حکومت دا خبره نه منله چي گيني د طالبانو او القاعدي مشران دي په پاکستان کي ميشت وي.

وروسته له هغي چي امريکايي پوځيانو د پاکستان پلازميني، اسلام آباد، ته په يوي نږدي سيمي کي د نړي تر تولو خطرناکه تروريست، اسامه بن لادن، وواژه، پاکستان د نړيوالي ټولني او امريکا تر سختو نيوکو لاندي راغي او دغه گمانونه چي پاکستان د اسامه څخه ساتنه کوله منځ ته راغلل.

دغي موضوع خو د پاکستان نړيوال دریځ ته هم تاوان ورساوه. په پاکستان کي د اسامه د وژل کيدو وروسته هندي چارواکو په دي اړه انديښنه څرگنده کړه او پاکستان ته يي د «ترورستانو د اډي» خطاب وکړ. په نړيوالي ټولني کي پاکستان له یوه شرمونکی افتضاح سره هغه وخت مخامخ شو چي امريکايي چارواکو وويل که يي« د اسامه د وژلو د عملياتو په اړه پاکستان خبرکړاي واي» نو د دغو عملياتو د بربنډيدو امکان ليدل کيده.

اوس ښايي د دغي افتضاح د جبران په موخه پاکستان پريکړي کړي وي چي د القاعدي او طالبانو د رهبرانو د پيدا کولو عمليات په لاره واچوي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم