1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې موسمي بارانونو ۲۵ تنه وژلي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱۳, پنجشنبه

په پاکستان کې د سختو موسمي بارانونو له کبله د کورونو د گړوبېدو له کبله د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۲۵کسان وژل شوي دي. همداشان د نورو سختو اورښتونو او سیلابونو د راتلو په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1D6P3
انځور: picture-alliance/dpa

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د موسمي بارانونو له کبله دغه پيښه په پنجاب ایالت کې رامنځ ته شوي ده. زیاته شوې ده چې یوازي د پنجاب په مرکز لاهور کې ۱۳انسانان وژل شوي دي.

پاکستان په تیرو څلورو کلونو کې له سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله زیانمن شوی دی. په ۲۰۱۳م کال کې د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۷۸ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په ټول هیواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیون کسان د دغو اورښتونو له کبله اغیزمن شول.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان پر حکومت باندي نیوکه کیږي چې د موسمي بارانونو او سیلابونو د خطر پر وړاندي پوره اقدامات نه کوي، چې د خلکو کورونه او زراعتي ځمکي لاندي کوي.

د ژغورونکو ډلې يوه استازي جام سجاد، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پنجاب ایالت په بېلابېلو برخو کې د کورونو د چتونو د رالوېدو له کبله ۲۴ تنه وژل شوي دي.»

جام سجاد، زیاته کړې ده چې په وژل شوو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. زیاته شوې ده چې نور ۲۸ تنه ټپیان شوي هم دي. د پنجاب ایالت د ژغورني ادارې مشر رضوان نصیر، د مرگ ژوبلي دغه ارقام تائید کړي دي. د هغه په وینا ټپیان د درملنې له پاره روغتونونو ته رسول شوي دي.

نصیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دوی د نړېدولو ودانیو خرابۍ لیري کوي، چي ژوندي پاته شوي کسان وژغورل شي. هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چي له شاوخوا سیمو څخه د معلوماتو د راتلو په پایله کې ښایي د مرگ ژوبلي شمیر لوړ شي.

د پاکستان د هوا پیژندني ادارې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې په پنجاب او د پاکستان په شمال کې د سختو اورښتونو او توپانو د راتلو خبرداری ورکړی دی او په عین وخت کې یې په لویو سیندونو کې د اوبو د سطحي د لوړیدو اټکل هم کړی دی.

د ۲۰۱۰م کال سیلابونه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو بد سیلابونه شمیرل کیږي، چې د ۱۸۰۰ کسانو ژوند یې واخیست او نور شاوخوا ۲۱ میلیونه انسانان د دغو سیلابونو له کبله اغیزمن شول او یو ستر بشري ناورين یې رامنځ ته کړ.