1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان اوس هم خطرناک دی خو موږ خپل کار ته دوام ورکوو»

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پیتر کوک، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم یو خطرناک هیواد دی، خو واشنګتن د افغان ځواکونو د پیاوړتيا په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/2VOdz
Peter Cook Pressekonferenz Pentagon Washington USA
انځور: picture-alliance/dpa/E. Avci

دغه امریکایي چارواکي ټینګار وکړ چې هیواد به یې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وویل: «موږ به د افغانستان ځواکونو د تقویت له پاره هغه ډول ملاتړ ته دوام ورکړو چې موږ یې کولای شو.»

امریکا متحد ایالات اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ پوځیان لري چې دنده یې د افغان ځواکونه روزنه، د مشورو ورکړه او د هغوی ملاتړ دی.

د دې ترڅنګ د ناټو نورو غړو هیوادونو هم په افغانستان کې خپل حضور ساتلی دی او د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب «د پریکړند ملاتړ» په ماموریت کې ونډه اخلي.

پیتر کروک وویل: «موږ د هغه ملاتړ په اړه چې موږ او د ناټو نور غړي یې د افغان ځواکونو په برخه کي کوي، ښه احساس لرو.»

کروک روښانه کړې ده چې افغان ځواکونو اوس تر پخوا پرمختګ کړی دی او اوس داسي کار روان دی چې هغوی وکولای شي په راتلونکې کې پخپله د خپل هیواد امنیت وساتي.