1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوس مې افغانستان وطن دی، بل هیواد ته نه ځم»

شریف شرفیار۱۳۹۲ فروردین ۱۶, جمعه

په افغانستان کې د پخواني شوروي یو تن موندل شوي سرتیري له دې څخه ډډه کړې ده چې بیرته خپل اصلي هیواد ته ستون شي. هغه ته د روسي سرتیرو د موندلو کمیټې بلنه ورکړې وه چې بیرته خپل اصلي هیواد ته ستون شي.

https://p.dw.com/p/18AU4
انځور: DW/S. Sharafiyar

شیخ عبدالله اوږده ږیره لري، د افغانانو په ژپه خبرې کوي، د هغوی جامې پر تن کوي او د ډیر شمیر نورو سیمه ییزو اوسیدونکو په څیر جومات ته د لمونځ کولو له پاره ورځي. هغه ته په کتو سره ښايي ډیر کم کسان په دې فکر شي چې گواکې هغه له یوه بل هیواد څخه دی.

خو حقیقت بل ډول دی. د اوسني شیخ عبدالله اصلي نوم حکیموف دی، چې په ۱۳۶۲ کال کې افغانستان ته د پخواني شوروي له ځواکونو سره د یوه سرتیري په توگه راغلی وو. حکیموف افغانستان ته تر رارسیدو وروسته په هرات ولایت کې په دنده وگومارل شو. خو تر دوو کلونو وروسته په جگړه کې ټپي شو او د هغه وخت د مجاهدینو لاس ته ولوید. مجاهدینو د هغه درملنه وکړه او له ځانه سره یې وساته.

که څه هم حکیموف د ازبکستان له هیواده دی چې دیر شمیر اوسیدونکي یې مسلمانان دي او نوم یې هم یوه مسلمان ته ورته دی، خو وویل کیږي چې ده په هغه وخت د اسلام تر قبلولو وروسته د افغانانو په منځ کې ژوند پیل کړ. په همدې وخت کې خلکو د هغه نوم هم بل کړ او د حکیموف پر ځای یې هغه شیخ عبدالله ونوماوه.

حکیموف تر دې مخکې د روسیې د یوې ادارې له خوا چې دنده یې په افغانستان کې د لادرکه شویو سرتیرو موندل دي، وپیژندل شو او هغه ته یې بلنه ورکړه چې بیرته خپل اصلي هیواد ته ستون شي. خو حکیموف له دې کاره ډډه وکړه او په یوه خبري کنفرانس کې یې ویویل: «پر دې سربیره چې یوې ناروا جګړې ته په دوکه راوستل شوی وم، افغانانو زما ژوند وژغوره. نو له دې کبله غواړم د ژوند تر پایه پورې دلته [په افغانستان کې] خدمت وکړم، دلته مړ شم او په همدغه سپیڅلې خاوره کې خښ شم.»

په افغانستان کې پخواني شوروي اتحاد د ورکو شویو سرتیرو د موندلو د کمیټې مرستیال الکساندر لورنتیف، هم په همدې کنفرانس کې گډون کړی وو. کله چې هغه د شیخ عبدالله یا پخواني حکیموف ځواب واورید نو ویویل: «موږ تا ته هغه ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي چې ته وشې کولای بیرته خپل هیواد ته ستون شي. نو که ته نه ستنیږي موږ دې په خپل جیب کې او یا هم په زور نه شو بیولی.»

حکیموف د روسي چارواکو له خوا د هغه له ورونو سره د تلیفون پر کرښه وصل شو. د دې پخواني سرتیرو ورونو هغه ته وویل چې مور یې اوس په نړۍ کې نه شته، او هغوی ده ته سترگه په لار دي. خو ښايي حکیموف یې خپله وروستۍ پریکړه کړې وي، ځکه نو هغه خپلو ورونو ته هم دا خبره وکړه چې خپل اصلي هیواد ته به ستون نه شي.

حکیموف څرگنه په شیخ عبدالله بدل شو

حکيموف افغانستان ته تر راتلو وروسته په هرات ولایت کې خپله دنده پیل کړه. هغه د هرات په کندهار دروازه سیمه کې د ۳۷۱ غونډ په استخباراتي برخه کې دنده لرله چې له مجاهدینو سره په جگړه کې ټپي شو. دی پخپله وایي: «د هغه څه پر اساس چې ما د افغانانو او مجاهدينو په اړه اوريدلي ول، د ژوندي پاتې کېدو تمه مې نه وه. خو د شينډنډ خلکو او مجاهدينو د خپلې کورنۍ د غړي په څېر زما درملنه وکړه. لکه زوى داسې يې خپل کور کې وساتلم او د خولې مړۍ یې راسره شريکه کړه.»

حکیموف هغه وخت په سر مرمۍ خوړلې وه. تر دې وروسته بیا دې د ملا عبدالکریم، کورنۍ وموند او د هغه درملنه یې وکړه. کله چې حکیموف بیرته خپل روغتیا تر لاسه کړه نو پریکړه یې وکړه چې له همدې کورنۍ سره پاتې شي. له دې سره نو د حکیموف نوم هم بدل شو او دې افغانې کورنۍ ورته د شیخ عبدالله نوم ورکړ.

حکیموف اوس خپله مورنۍ ژبه هېره کړې ده او د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې له ملا عبدالکریم له کورنۍ سره ژوند کوي. هغه په همدې ولسوالۍ کې ښځه هم کړې وه خو څلور کاله وړاندې د ولادت پر مهال مړه شوه.

۴۱ کلن ملا عبدالکریم وایي چې حکیموف یو مخلص سړی دی نو له همدې کبله د شینډنډ خلکو پریکړه کړې ده چې هغه ته دویم واده وکړي: «موږ په خپله کورنۍ کې د حکیموف په ژوند ویاړو. یو واده مو ورته کړی او غواړو یو بل واده هم ورته وکړو.»

لا درکه سرتیري

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ورکو شویو سرتیرو د موندلو د کمېټې مرستيال الکساندر لورنتيف، وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ټول ټال د پخواني شوروي ٢٦٣ سرتېري لادرکه دي. لورنتيف زياتوي چې هغوی تر اوسه پورې توانیدلي دي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پخواني شوروي ۳۱ ورک شوي سرتیري وموندي.

د روسي چارواکو په خبره هغوی ډیر شمیر پخواني روسي سرتیري په پنجشیر، تخار او بدخشان ولایتونو کې موندلي دي چې یو شمیر یې نه غواړي بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه شي.