1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخواني مامورين: د ډوډۍ پیدا کولو له پاره د کور سامان خرڅوو

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

له کوم وخت راهيسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي، د پخواني حکومت ډیری کارکوونکي بیکاره شوي او اوس هيڅ عواید نه لري. د دغو مامورينو له ډلې څخه ځینې يې وايي چې د کور سامانونه خرڅوي څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ورسوي.

https://p.dw.com/p/41rRZ
Afghanistan Kabul | Flohmärkte mit Habseligkeiten von Flüchtlingen
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

که څه هم طالبانو ويلي دي چې د حکومتي مامورينو تنخواوې يې ورکړي، خو یوازې د عامې روغتیا وزارت د مامورينو او تر يو بريده د ښوونکو تنخواوې ورکړل شوي او پاتې حکومتي کارکوونکو څه ترلاسه کړي نه دي.

د ملګرو ملتونو سازمان او مرستندويه موسساتو په وروستیو کې په کراتو د افغانستان د بد اقتصادي وضعیت څخه خبرداری ورکړی او ويلي دي که چیرې نړیوالې مرستې افغانستان ته ونه رسیږي، د دغه هیواد اقتصاد به وپاشل شي.

يوې ميرمنې چې پخوا يې د یوه ولايت د ښځو چارو په ریاست کې کار کاوه، اوس نه یوازې دا چې بیکاره شوې ده، بلکې وايي د طالبانو د ګواښونو له ويرې په خفګان کې ژوند کوي.

Afghanistan UN-Welternährungsprogramms (WFP) in Kabul
د ملګرو متلونو سازمان او مرستندويه موسسات وايي که افغانستان سره مرستې ونه شي اقتصاد به ېې وپاشل شي - آر شیفانځور: picture-alliance/dpa/AFP/Nemenov

هغه دوه ماشومان لري او خاوند يې چې پخوا د حکومت کارکونکی وو، هم بیکاره دی. دغه میرمن وايي چې د کور ټول سامان يې خرڅ کړي تر څو خپلو ماشومانو ته پرې ډوډۍ تیاره کړي: «له درو مياشتو راپديخوا په کور ناسته یم. د کور ټول سامان مې خرڅ کړ او خوراکي مواد مو ورباندې واخيستل. هوا هم سړه شوې او موږ د خوړلو له پاره هیڅ نه لرو. د سون مواد هم نه لرو.»

«ځينې پخواني ماموران سوالګري کوي»

 د کابل ښار يو اوسیدونکی اجمل (مستعار نوم) چې پخوا يې په یوې حکومتي اداره کې کار کاوه د خپل اصلي نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په کور ناست دی او کومه عایداتي سرچینه نه لري. هغه چې د شپږو ماشومانو پلار دی، وايي چې ځینې پخواني حکومتي ماموران پيژني چې اوس د فقر له کبله پر واټونو سوالګري کوي. هغه وايي: «دغه شمیر حکومتي کارمندان متاسفانه لاس په ګدايي پورې کړی او بعضو يې مزدورۍ ته مخه کړې ده، په داسې حال کې چې کار هم نه پیدا کیږي.»

Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
خلک وايي د تنخواو او کار د نه شتون تر څنګ د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي انځور: Reuters/O. Sobhani

د بیکارۍ او د عوایدو د نه شتون تر څنګ، په بازار کې د غذايي موادو بیې هم لوړې شوې دي. د هغو کسانو د څرګندونو له مخې چې په دغه رپوټ کې يې مرکې کړي، وايي چې اوس مهال په کابل کې د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۷۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې او خلک هم مجبوره دې چې را ویې نيسي، په داسې حال کې چې د کابل له سقوط څخه مخکې يې بيه ۱۳۰۰ افغانۍ وه.   

د حکومت يو پخوانی ماموره وايي چې ډیری حکومتي ماموران په دې دلیل چې تنخواوې نه ترلاسه کوي، مجبوره دي چې له دوکانونو او مارکيتونو څخه په پور خوراکي مواد واخلي.

«مجبوره يو چې مهاجر شو»

که څه هم اروپايي اتحاديې، امریکا متحده ایالاتو او يو شمیر نورو هیوادونو د افغانستان خلکو سره د مرستو ژمنې کړي دي، خو دا چې دغه مرستې په څه ډول افغانستان ته ورسول شي، پر اړه يې لا هم بحثونه کيږي.

د ښځو چارو د یوه ولايتي ادارې پخوانۍ کارکوونکې دویچه ويله ته وویل: «زه داسې معلومات نه لرم چې چا دې مرستې تر لاسه کړې وي، په داسې حال کې چې وضعیت ډیر خراب دی. حکومتي وظیفې نشته او هيڅ څوک نشي کولای دلته کار وکړي.»

Afghanistan Bildergalerie
ډیری افغان میرمنې چې پخوا يې د حکومت مامورانې وې وايي چې اوس په کور ناستې ديانځور: REUTERS

په دې وروستيو کې خلکو د اقتصادي ستونزو له کبله، مهاجرتونو ته مخه کړې ده. دغه خلک وايي چې له مهاجرت کولو پرته بله لاره نه لري خو د افغانستان ګاونډيو هیوادونو خپل سرحدونو تړلي دي.

اجمل هم وايي چې که چیرته وضعیت همداسې دوام وکړی نو مهاجرت ته به مخه کړي: «د خپل ځان په ګډون، په زرونو کورنۍ پيژنم چې په دې هڅه کې دي تر څو د مختلفو لارو مختلفو هیوادونو ته مهاجرت وکړي.»

د داسې افغان میرمنو له ډلې چې د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي، يوه هم شريفه ده چې پخواني حکومت کې يې کار  کاوه. شریفه یو مستعار دی. هغه چې څلور ماشومان لري، وايي چې خاوند يې بیکاره دی. هغه زياتوي: «موږ مجبوره يو چې مهاجر شو. مجبوره یو چې د کور سامان مو په نیمه بیه خرڅ کړو او مهاجرت ته مخه کړو.»

دویچه ویله د/م.ک.ص./ب.ص.