1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخواني چينايي چارواکي خپل ځان وواژه

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

یو چینایي چارواکي په دې هیواد کې د ځمکې ښویېدو تر یوې پیښې وروسته خپل ځان وواژه. هغه د کثافاتو د راټولو یو ځای مسوول وو چې د ځمکې ښویدو د دې پیښې لامل کیدای شي. په پیښه کې یو شمیر کسان وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/1HUQK
انځور: picture-alliance/AP Images

پولیسو د دوشنبې په ورځ (د دسامبر ۲۸مه نېټه) وویل چې د شین ژان سیمې د کثافاتو د راټولو سیمې مسوول، خپل ځان وژلی دی. د کثافاتو د راټولو دغه سیمه د ځمکې ښویېدو له پیښې سره تړل شوې ده.

دغه کس چې یوازې تخلص یې بربنډ شوی دی «شو» نومیده او د شین ژان صنعتي ښار د لیریو پرتو سیمو مسوولیت یې پر غاړه درلود. د هغه د مسوولیت په ساحه کې د کثافاتو د راټولولو یوه سیمه هم وه چې څه نا څه یوه اوونۍ مخکې چپه شوه او امکان لري چې د همدې له کبله د ځمکې ښویدو یوه پیښه رامنځ ته شوې وي چې پکښې له ۷۰ څخه ډیر کسان ووژل شول.

پولیسو د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي دي چې «شو» د خپل ځان وژلو له پاره له یوې لوړې ودانۍ څخه ځان غورځولی دی.

د دولت د اقداماتو ویره

د چین حکومت لا تر اوسه پورې د ځمکې ښویېدو د پیښې په تړاو کوم څوک تورن کړي نه دي. دا هم لا روښانه نه ده چې ایا «شي» په دې قضیه کې تر څیړنو لاندې وو او که نه. دا هم لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا «شي» له خپلې دندې د فشارونو له کبله ګوښه شوی وو او که نه.

په چین کې ډیر وخت هغو دولتي چارواکو ته چې په خپله دنده کې له بې تفاوتي څخه کار اخلي، ډیره سخته جزا ورکول کیږي. چین ګواښ کړی دی چې د شین ژان د پیښې مسوولینو ته به هم سخته جزا ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب