1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانۍ صدراعظمې انتخاباتي کمپاين په پيښور کې پيل کړ

۱۳۸۶ آذر ۱۲, دوشنبه

پيښور: د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بي نظير بوټو د شنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاين د پيل کولو لپاره پيښور ته وړاله.

https://p.dw.com/p/DKCK
انځور: AP

دلته دې د پښتنو څخه د جنوری په اتمه په انتخاباتو کې مرسته وغوښتله. د بوټو د گوند په سلگونو پلويانو بيرغونه رپول او د «ژوندی دی وی بی نظير» شعارونه ورکول.

بوټو وعده ورکړه چې دا به په دغه سيمه کې د امنيت، سولې او د کار ځايونو په راوستلو کې زيار وباسی.
په دغو انتخاباتو کې د گډون او يا بايکوت په اړوند به بی نظير بوټو نن د اپوزيشن بل سياستوال او پخواني صدراعظم نواز شريف سره مشوره او خبرې اترې وکړی.