1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرودي ښايي چې په ايټاليا کې د افغانستان په سر خپل اکثريت د لاسه ورکړي

۱۳۸۵ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د ايټاليې لومړی وزير رومانو پرودي په افغانستان کې د نظامي ماموريت په سر د راپورته شوې شخړې له امله دې گواښ سره مخامخ دی چې دی به ښايي په پارلمان کې خپل اکثريت د لاسه ورکړي. د ايټاليې ورځپاڼو دغه خبر خپور کړی دی چې د ده د خپل ائيتلاف اته پارلماني غړي ښايي چې د 1900 ايټاليايي عسکرو د لگښتونو د تمديدولو په برخه کې منفي رايه ورکړي.

https://p.dw.com/p/DKFR
دايټاليا لومړی وزير رومانو پرودي
دايټاليا لومړی وزير رومانو پروديانځور: AP
نوموړو کسانو د پرودي وړانديز هم رد کړ چې د ايټاليې سرتېري دې يوازې په ملکي او د بيارغاونې په چارو کې ونډه واخلي. د پرودي بله ژمنه دا وه چې ايټاليايي پوځونه به د ناټو د «تلپاتې آزادۍ« له عملياتو څخه هم لاس واخلي.
د روم ښار معتبره ورځپاڼه «لا رېپوبليکه» کاږي چې «د پرودي په ائيتلاف کې ياغيان سر نه ټيټوي.» داسې ويل کېږي چې دغه انتقادکونکي د شنو او کمونستانو له گوندونو څخه دي. د دغې موضوع په اړه به په مارچ مياشت کې د ايټاليې په پارلمان کې رايگيري وشي. پرودي، چې د يوې مياشتې راهيسې يې قدرت په لاس کې دی، په سنا کې هم يوازې د يوې رايې لږ اکثريت لري.
حتی د افغانستان د ماموريت په باره کې د رايو د اچولو په وخت کې په کابينه کې د منځلارو او کيڼ لاسو گوندونو د ائيتلاف تر منځ يو درز رامنځ ته شوی و. درې وزيرانو د احتجاج په توگه رايگيرۍ ته نه وو راغلي. د شپږو هېوادونو، يعنې متحده آيالاتو، لويې برتانيې، هالنډ، رومانيې، کاناډا او استراليا سفيرانو د يو پرانستي ليک د لارې هيله څرگنده کړې وه چې ايټاليا دې په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکړي. د ايټاليې د بهرنيو چارو وزير ماسيمو داليمه دغه چاره «يوه ناوړه لاسوهنه» بللې وه.