1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پرو ازول» د افغان مهاجرو د ایستولو پر طرحې نوکه کړې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان «پرو ازول» له دغه هیواد څخه د رد شوو افغان مهاجرو د ایستل کیدو پر طرحې انتقاد کړې. د دغه سازمان په خبره د کورنیو چارو وزیر غواړي ژر تر ژره رد شوي افغان مهاجر خپل هیواد ته واستوي.

https://p.dw.com/p/1Hu0X
انځور: picture alliance/dpa/D. Maurer

د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» مرستیال مشر برند میسوویچ، د آلمان په فرانکفورت ښار کې وویل چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په پام کې لري چې همدا د روانې میاشتې (فبروري) په وروستیو کې د افغان کډوالو ستنول پیل کړي.

میسوویچ زیاته کړه: «د آلمان د کورنیو چارو وزیر په خپلو الفاظو سره په میاشتو میاشتو افغان پناه غوښتونکي نا مطمئنه کړي ول، او اوس غواړي په هر قیمت چې کیږي خپله طرحه و ازمایې.»

د پرو ازول سازمان د دیمیزیر، هغه یو لیک چې د روان کال د فبروري میاشتې په ۵ یې د آلمان د ایالتونو کورنیو چارو وزیرانو د کنفرانس رئيس کلاوس بویلون، په عنوان لیکلې وو خپور کړ.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دغه لیک کې لیکلي دي چې هغه د روانې میلادي میاشتې په پیل کې له افغان چارواکو سره د رد شوو افغان کډوالو د بیرته ستنولو په هکله خبرې کړي دي.

دیمیزیر په خپل لیک کې زیاته کړی ده چې د افغانستان حکومت د خپلو اتباعو د بیرته منلو په هکله خپل مسئولیت منلی دی. د نوموړي سازمان په خبره د آلمان د کورنیو چارو وزیر په هم دغه لیک کې اعلان کړی دی چې همدا د فبروري په میاشت کې افغانستان د رد شوو افغان مهاجرو لږ تر لږه د یوې الوتکې استول باید سازماندهي شي.

د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» مرستیال مشر برند میسوویچ
د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» مرستیال مشر برند میسوویچانځور: Shirin Shahidi

دیمیزیر د ایالتونو د کورنیو چارو له وزیرانو غوښتي ول چې د هغو پناه غوښتونکو لیست دې ورته وسپاري چې در شوي دي.

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان «پرو ازول» د افغانستان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې کولو سره ویلي دي چې د همدغو نا امنیو له امله په تیرو کلونو کې هم د ډیر شمیر افغان کډوالو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه منل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړی ده چې د افغانستان حکومت د دغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه ۳۱ یې نا امنه بللي دي. یوازې افغانستان ته د دیمیزیر د سفر پر مهال د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړې وو. «پرو ازول» همدارنگه نیوکه کوي چې دیمیزیر نه هم په افغانستان کې د یوې آرامې سیمې نوم واخیست چې دغه رد شوي مهاجر باید هلته ولیږل شي، او نه د ایستل شوو کډوالو د امنیت ضمانت کولې شي.