1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پريانکا چوپرا روهينگيا ماشومانو ته ورغلې ده

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

د باليووډ سينما ستورې پريانکا چوپرا له روهينگيايي ماشومانو سره ليدو ته بنگله دېش ته ورغلې ده. چوپرا له نړيوالو څخه غوښتي دي چي پر روهينگيايي کوچنيانو دي شفقت او زړه سوی وکړی.

https://p.dw.com/p/2yIxW
Priyanka Chopra UNICEF Interview
انځور: picture-alliance/AP Photo/L.Leger

د باليووډ دغه ستورې چي د کوچنيانو له پاره د ملگرو ملتونو سفيره هم ده، له نړيوالو څخه ئې په ټينگه غوښتي دي چي د دغو مهاجرو وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

اوس د بنگله دېش په مهاجر کمپونو کي په زرونو روهينگيايي کوچنيان مېشت دي. هغوی مرستو ته سخته اړتيا لري.

د تيرکال له اگست مياشتي راهيسي د روهينگيا مسلمان اقليت نژدې ۷۰۰ زره کسان د ميانمار پوځ د زورزياتي له کبله د دغه هيواد له راخين ايالت څخه تښتېدلي دي.

د دغو تښتېدلو کسانو چې ډېر ئې د بنگله دېش په کمپونو کي پراته دي نژدې ۶۰ سلنه برخه کوچنيان دي او په دغو کمپونو کي هره ورځ هم نژدې ۶۰ نور ماشومان زېږي.

په بنگله دېش کي د پريانکا چوپرا سفر څلور ورځي دوام کوي او هلته به د «کوکس بازار» کمپ ته چي له ميانمار سره د بنگله دېش په سرحد کي پروت دی سفر وکړي. هغه به هلته له مهاجرو په ځانگړې توگه کوچنيانو سره د زړه خواله وکړي.

د کوچنيانو له پاره د ملگرو ملتونو سفيري د بنگله دېش په پلازمېنه ډاکه کې له اسوشېتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي نړۍ بايد د روهينگيا کوچنيان په زړه کي ونيسي.

زموږ له ارشيفه: