1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر «آرمي پبلک سکول» د برید څلور تورن کسان اعدام شول

۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې پر آرمي پبلک سکول باندې د برید څلور تورن کسان د کوهاټ په زندان کې اعدام شول. تیره ورځ دغو کسانو له خپلو کورنیو سره وروستۍ ملاقات هم کړی وو.

https://p.dw.com/p/1HFjK
انځور: picture-alliance/dpa/B. Gilani

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د کوهاټ ښار په زندان کې د اعدامیدونکو کسانو په ډله کې مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمان او سبیل چې په یحیی باندې مشهوره وو، شامل دي. د دوی د اعدام د سزا حکم چې «بلیک وارنټ» هم ورته وایي د پاکستان د پوځ له لوري د دوشنبې په ورځ صادر شوی وو.

د دار په تخته د ځړویدونکو دغو کسانو د وروستۍ عریضې د ردیدو وروسته د هغوی د مرگ د سزا حکم د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف لاسلیک کړی وو.

ویل کیږي چې دغو کسانو له افراطي جهادي ډلو سره تړاو درلود او په څو ترهگرو یرغلونو کې ښکیل ول. په پیښور کې د تیر کال دسمبر میاشتې کې پر آرمي پبلک ښوونځي باندې د برید پر مهال شا او خوا ۱۵۰ زده کوونکي او د هغوی معلمان وژل شوي وو.

پر مولوي عبدالسلام باندې تور وو چې هغه د ځانمرگي برید کوونکو د معاملې څارنه کړې وه. د رپوټونو له مخې همدغه کس د «نیشنل ډیویلپمنټ کمپلیکس» د مشر او دوو پوځي افسرانو په وژنه کې د لاس لرلو له پاره هم گرم گڼل کیده. همداشان حضرت علي د قانون نافذونکو ادارو پر چارواکو باندې د حملو له پاره مسول گڼل کیده. پر دې سربیره پر هغه باندې د یو شمیر نورو یرغلونو کې د لاس لرلو تور هم وو.

په اعدامیدونکو کسانو کې دریم کس مجیب الرحمان وو او پر هغه باندې تور وو چې د پاکستان پوځ پر هوایي ځواک باندې یې د برید له پاره لس تندلاري بیولي وو. پر هغه باندې په پیښور کې پر ښوونځي د تر سره شوي برید په پلانولو کې د ښکیلتیا تور لگول شوی وو. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې سبیل چې په یحیی باندې مشهوره وو هم د یوې تندلاري ډلې غړی وو. پر هغه هم د پاکستان پر هوایي ځواک د یرغل او پر آرمي پبلک سکول د برید د پلانولو تور وو.

دغو ټولو کسانو ته د اگست میاشتې پر ۱۳ نیټه د مرگ سزا اورل شوې وه. په همدغه قضیه کې نور درې کسان هم د مرگ په سزا محکوم شوي دي. د پاکستان د پوځ د وینا له مخې هغوی ته د اعدام ورکولو حکم لا نه دی صادر شوی. څلورو اعدامیدونکو کسانو د تندلاري جهادي ډلې توحید الجهاد، سره تړاو درلود.