1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان باندي د سره لښکر د يرغل ورځ

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ دی ۶, جمعه

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د جدي مياشتي پر شپږمه نېټه افغانستان ته ننوتل. هغه افغانان چې د دغو ځواکونو ورتګ یې په خپلو سترگو لیدلی دی وایې چې د دغو ځواکونو په ورننوتلو سره په ټول افغانستان کې د ویري فضا رامنځته شوه.

https://p.dw.com/p/1Ahce
انځور: AP

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو لومړۍ جوپه د ۱۹۷۹ کال د دسمبر میاشتې پر ۲۴ نېټه افغانستان ته داخل شوه. دغه ځواکونه د کابل په وخت د سهار د یوولسو بجو په شاوخوا کې د کابل هوایي ډگر ته ورسیدل. تر دې لږ وروسته بیا د پخواني شوروي اتحاد نور ځواکونه د شینډنډ او کندهار هوایي ډگرونو ته هم ورسیدل.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي نقیب دغه حالت په خپلو سترگو لیدلی دی. هغه وایي چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په ور رسیدو سره په افغانستان کې جگړه پیل شوه: «په هماغه شپه جگړه وشوه. له دارالامان او ارگ څخه ټکان اورېدل کېده. کله چې سبا زه له کوره راووتلم نو ومي لیدل چې روسانو د هوایي ډگر شاوخوا ته سنگرونه نیولي ول.»

په راډیو افغانستان کې بدلونونه

د جدي پر شپږمه نېټه کله چې د وخت د سره لښکر يوه ټولۍ په اول وار د کابل له هوايي ډگر څخه دباندي راووتل، لومړی يې د تاج بيګ پر تپه بندي يرغل وکړ او وروسته يې د راډیو افغانستان ودانۍ په خپل کنترول کې راوسته.

د افغانستان پخوانی خبریال عبدالحمید مبارز، چې د شوروي اتحاد ځواکونو د رسیدو پر مهال په راډیو افغانستان کې وو، وایي: «یوه خاطره چې زه یې له هغې ورځي څخه لرم دا ده چې د شوروي اتحاد ځواکونو د شپې له خوا د راډیو افغانستان ودانۍ ونیوله. سبا چې زه هلته وم د راډیو افغانستان ساتونکي له دغه ځایه ولاړل. هغوی ډیر خواشیني ول.»

مبارز زیاتوي چې تر هغه ورځې وروسته د راډیو افغانستان نشراتي پالیسۍ بدلون وموند او د هغه په خبره پخواني شوروي غوښتل چې د افغانستان تاریخ بدل کړي. دغه پخوانی ژورنالیست وایي چې پخواني شوروي غوښتل د افغانستان تاریخ دغه هیواد ته د خپلو ځواکونو له ننوتلو څخه پیل کړي.

مبارز وایي: «د راډیو افغانستان نشرات د شوروي مفکورو د خپرولو په لور لاړل. ځکه روسانو هڅه کوله چې د افغانستان او افغاني موسسو تاریخ بدل شي او دغه هیواد د شوري تر راتلو مخکې تاریخ و نه لري.»

د کابل ښاریان دغه ښار ته د روسانو تر راتلو وروسته د دې شاهدان ول چې کابل یوه پوځي څیره غوره کړه. هغه افغانان چې دغه ورځ ور په یاد ده وایي چې د سره لښکر ټولۍ د کابل په بیلابیلو برخو کې ځای پر ځای شول.

افغان ژورنالیست میر حیدر اکبرزاده هم کابل ته د روسانو ورتګ په یاد دی. هغه وایي چې کابل ته د روسانو تر راتلو وروسته د دغه ښار اوسیدونکي ناهیلي ول. هغه زیاتوي: «که څه هم د شپې له خوا پر تگ راتگ باندې بندیز لگول شوی وو خو موږ بیا هم د شپې تر یوولسو بجو وروسته غږونه اوریدل. سبا مو ولیدل چې په کابل کې ټانکونه ول او د پوځي قطعاتو شاوخوا ته ټانکونه درول شوي ول.»

اکبرزاده وایي چې څو وارې یې د روسانو پر ضد د خلکو کرکه لیدلې ده. هغه زیاتوي چې که څه هم افغانان مسلح نه ول خو بیا به یې پر روسانو باندې برید کاوه او له هغوی سره به یې نښتې کولې.

روسي ځواکونه تر لسو کلونو جگړې وروسته له افغانستان څخه ووتل. په دغه جګړه کي چي د افغان دولت د مخالفينو يا جهادي ډلو مالي ملاتړ د امریکا متحده ايالاتو له خوا کېدی تر دوو میلیونو زيات کسان ووژل شول په ميليونو نور کډوالۍ ته مجبوره شول.