1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر افغانستان د اټومي بم غورځولو په هکله غور کېده»

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

د سپټمبر د یولسمې نیټې چاودنو د امریکا متحده ایالاتو پوځي سیاست ته بدلون ورکړ. د نوو رپوټونو پر بنسټ امریکا تیاره وه چې د «القاعدې شبکې» د ماتولو له پاره حتې له اتوم بم څخه استفاده وکړي.

https://p.dw.com/p/1GNzA
انځور: U.S. National Archives via Reuters
په نیویارک کې د« نړۍ پر تجارتي مرکز» او په واشنگټن کې د دفاع وزارت پر ودانۍ(پنټاگون) ترهگریزو بریدونو د امریکا متحده ایالاتو رهبرۍ ته ټکان ورکړ. امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په مشرۍ تصمیم نیولې وو چې د«القاعدې شبکې» پورې د اړونده ترهگرو د ځپلو له پاره له ټولو ابزارو حتې په افغانستان کې له اټوم بم څخه استفاده وکړي.

دا خبره له « شپيگل» اونیزې مجلې سره د آلمان د بهرني سیاست په برخه کي د هغه وخت د صدراعظم ګېرهارد شرويډر مشاور میشايل شټاینرسره په مرکه کې رابرسېره شوې ده.

د آلمان دغه پخواني دیپلومات د شپيگل په ځواب کې ویلي دي چې په ۲۰۰۱ کال کې سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته امریکایې چارواکي په داسې ژور دهشت گې ولویدل، چې په افغانستان کې( چې په هغه وخت کې په کښې طالبان واکمن ول) اټومي وسلې وکاروي.

شټاینر زیاته کړې ده چې هغه له لومړي وزیر شرودر سره موافق نه وو چې آلمان دی «بې له قید او شرط څخه» له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له اقداماتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. هغه شپيگل ته ویلي:« دولت حق نه لري چې سپين چک صادر کړي.»

دغه ۶۵ کلن دیپلومات زیاتوي: نه یوازې دا چې پر دې ونه توانید چې لومړی وزیر قانع کړي،بلکې ډیر ژر یې خپل مقام هم له لاسه ورکړ. هغه وروسته بیا د هند د سفیر په توگه په دنده وگمال شو.

د ۱۱ سپټمبر د لسمې کلیزې په مناسبت د امریکا امنیتي خبرداری

د یولسم سپټمبر بریدونو د امریکا د خارجې سیاست په برخه کې « د اسلامي ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» په نوم یو نوې باب پرانیسته. د سپټمبر د یولمسې نیټې په چاودنو کې په نیویارک کې د نړۍ د سوداگریز مرکز دوه لوړ پوړې ودانې را نسکورې شوې او په واشنگټن کې د پنټاگون د ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوه.

د دغو بریدونو په ترڅ کې تر ۳۰۰۰ ډیرو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د دغو بریدونو مسئول وپيژندل شو. د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي ځواکونه وتوانیدل چې په پاکستان کې د القاعدې شبکې مشر(اسامه بن لادن) په قتل ورسوي.