1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغان او بهرنیو سرتیرو بریدونه شوي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

امنیتي چارواکو ویلي دي یوه کس چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستې وو د کابل په یوه تعلیمي مرکز کې لږ تر لږه د ناتو یو سرتیری وژلی او ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. په ټپیانو کې د آلمان یو پوځي جنرال هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/1CpF4
انځور: Reuters

د افغانستان د دفاع وزرات ویاند جنرال ظاهر عظیمی، د قرغې په پوځي اډه کې د سه شنبې په ورځ له یوه «ترویستي برید» څخه خبر ورکړ. عظیمی وویل چې یوه ترهگر د افغان ملي اردو په جامو کې پر افغان او بهرنیو پوځیانو باندې ډزې کړې دي. هغه وویل چې برید کونکی پخپله هم په دې پیښه کې وژل شوی دی.

د آلمان پوځ هم د دغې پېښې پخلی کړې دی او ویلي یې دي چې د ناتو یو سرتیری وژل شوی دی. په ۱۵ ټپیانو کې د آلمان یو پوځي جنرال هم شامل دی. د آلمان پوځ ویلی دی چی «نوموړی جنرال تر درملنې لاندې دی او ژوند یې په خطر کې نه دی.»

د ناتو په یوه وینا پانه کې ویل شوي دي چې اوس د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.

د قرغې په پوځي اډه کې د افغان ملي اردو د سرتیرو د روزنی یو تعلیمي مرکز هم پروت دی چې څارنه او پالنه یی د بریتانوي پوځ په غاړه ده. د بریتانیا د دفاع وزارت وویل چې هغه هم په خپل وار سره دغه پیښه تر پلټنې لاندی نیولی ده: «خو په اوسني وخت کې دا نامناسبه ده چې په دې هکله کومه تبصره وکړو.»

دغه برید په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې د تیر کال په پرتله په اصطلاح په «داخلي بریدونو» کې کموالی راغلی دی. « داخلي بریدونه» او یا په اصطلاح «دوست-دښمن بریدونه» هغه دي چې په ترڅ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو غړي پر خپلو نړیوالو همکارانو باندې ډزې کوي. په ۲۰۱۳ کال کې په لس داسې مختلفو حملو کې ۱۶ بهرنیان وژل شوي دي. په ۲۰۱۲ کال کې په ۳۸ داسی پیښو کې د نړیوال ځواک ۵۳ سرتیري ووژل شول.

د داسې «داخلي بریدونو» ادعاوې ډیر وخت طالب یاغیان کوي او غواړي داسې وښیي چې هغوی توانیدلي چې په امنیتي ارگانونو کې خپل نفوذي افراد ولري. ځینې نورې داسې پیښې د افغان امینتی ځواکونو د منسوبینو او د هغوی د بهرنیو روزونکو تر منځ د لفظی شخړو څخه رامنځ ته شوي دي او په دی ډول په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د حضور پر ضد یی خپله غوسه څرگنده کړی ده.

له بلې خوا د پکتیا د امیني قوماندان جنرال زلمي اورخیال، د اسوشیتد پرس خبری آژانس ته وویل چې یو افغان پولیس د سه شنبې په ورځ د ناتو له سرتیرو سره ډزې رد او بدل کړې دي. هغه وویل چی دغه افغان پولیس ووژل شو. خو دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د کابل د قرغې او د پکیتا پیښی یو له بل سره تړاو لري او که نه. پولیسو وویل چی دغه پېښه هم تر پلټنې لاندی نیول شوې ده.

په عین وخت کې د سه شنبی په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې د طالب یاغیانو پر ضد د ناټو د یوې څرخي الوتکې په برید کی څلور ولسی وگړي ټپیان شوي دي. د هرات ولایت د امینې قوماندانۍ ویاند روف احمدي، وویل چې دغه پېښه پرون مازیگر د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کی رامنځ ته شوی دی. نن په هرات کې کابو ۲۰۰ کسانو د دغې حملې له امله د احتجاج په توگه لاریون وکړ.

ناتو وویل چی په دې هکله یې پلټنې پیل کړي دي. د یاغاینو پر ضد د نړویالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکی وکړو مرگ ژوبلې د افغان حکومت او د هغه د لویدیځو ملاتړ کوونکو تر منح وخت په وخت خپگیان رامنح ته کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب