1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر امريکا او بريتانيا د عراق د جگړې تاثيرات

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعه

په دوو بېلو بېلو څېړنو کي پر امريکا او بریتانیې باندي د عراق د جګړې تاثیرات مطالعه شوي دي. په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ په عراق کې چاودونو چې په ظاهره توګه همغږي ښکاريدې ۱۸ تنه ووژل.

https://p.dw.com/p/17yTK
Members of the Iraqi Army gather near the site of a bomb attack at Alawi district in Baghdad March 14, 2013. Co-ordinated blasts in the heart of the Iraqi capital Baghdad killed at least 21 people on Thursday, near the heavily fortified Green Zone, where several Western embassies are located, police and medics said. The explosions, which also wounded at least 50, took place in the Alawi district, close to the ministries of justice, foreign affairs and other government offices. REUTERS/Saad Shalash (IRAQ - Tags: CRIME LAW CIVIL UNREST POLITICS MILITARY)
Irak Anschlag in Bagdad 14.03.2013انځور: Reuters

په دغه رپوټ کي راغلي دي چې په هغو اوو کلونو کې چې امریکایانو په عراق کې تیر کړي دي۱۹۰ زره انسانان وژل سوي دي او ښایي لګښت یې ۲،۲ تریلیونه ډالرو ته رسېدلی وي.

د رپوټ په حواله په دغه جګړه کې نزدې ۱۳۴ زره ملکي کسان وژل شوي چې د قربانیانو۷۰ سلنه جوړوي. رپوټ زیاتوي چې د صدام حسین د پاته شوي ځواکونه یا چریکي جنګیاليو سره چې د عراق د اردو تر سقوط وروسته د جنگ ډاگ ته ور داخل شوي دي په جګړه کي د امريکا د لښکر ۴۴۸۸ کسان وژل شوي دي او د وژل شوو قراردادیانو شمیر۳۴۰۰ ته رسیږي.

د روډ آې لنډ براون پوهنتون پروفیسر کاترین لوتڅ، چېري چې دغه رپوټ چمتو شوی دی وایي: «په عراق کې د حیرانوونکي مرګ د شمیر تل ته رسیدل ګران کار دی، خو ټول فردي کسان شمیرل شوي او دغه شمیرنه به ادامه ولري.»

دغه پروفیسر د راپور په چمتو کولو کې برخه درلوده.

د مارچ پر شلمه نېټه د عراق د جګړې تر لسمې کليزي دمخه په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د دغه محاسبې په مالي برخه کې هغه فرعي لګښتونه هم شامل دي چې د امریکایي ټپي شوو سرتیرو په تداوۍ مصرفیږي.

رپوټ زیاتوي د دغې جګړې د لګښت اټکل چې د جورج ډبلیو بوش حکومت په لومړي سر کې کړی وو، تر هغه لوړ دی. هغوی د دغه جګړې لګښت ۵۰ یا ۶۰ میلیارده اټکل کړی وو.

د دغه رپوټ يوه بل تن چمتو کوونکي پروفيسر د نیتا کرافورد، ویلي دې چې تقریباً هر حکومت چې جګړې ته ورداخلیږي د جګړې موده کمه اټکلوي او پر دې سربیره ټول هغه لګښتونه او سیاسي هدفونه چې د جګړې د تاوتریخوالي له امله رامنځ ته کیدای شي، له پامه غورځوي.

د رپوټ له مخې امريکا نزدې۶۰ میلیارده ډالر د بیا رغاونې په برخه کې مصرف کړي دي، خو د بنسټیزو تاسیساتو په رغولو کې لږ برخه مصرف شوې ده. د رپوټ په حواله د دغه پیسو زیاته برخه د عراق اردو او پولیسو ته ورکړل شوې ده.

دغه رپوټ چې د جمعې په ورځ خپور شوی دی پکښې راغلي دي، هغو ځوانانو چې د بریتانیې په پوځ کې یې دنده تر سره کړې ده، د ملکي کسانو په پرتله یې درې چنده زیات د تاوتریخوالي په پیښو کې لاس لرلی دی.

څېړنې داهم روښانه کړې ده چې عراق او افغانستان ته د لښکرو استول د تاوتریخوالي په کچه کې کوم تفاوت نه دی رامنځ ته کړی.

څېړونکو پر دې خبره باندي ټینګار کړی دی، چي که څه هم دغه مطالعې د اغیزمنو شوو کسانو یو شمیر ستونزو ته اشاره کړې ده، خو دا په دې معنی نه ده چې گويا ټول پخواني سرتیري به په جنایتکارانو باندي واوړي.

په عراق کې د پنجشنبې په ورځ دریو چاودنو نزدې ۱۸ تنه ووژل او شاوخوا۳۰ تنه نور ټپیان شول. خو ځینې سرچینې بیا دغه شمیر لوړ ښیي او وایي چې په چاودونو کې ۲۳ تنه وژل شوي دي او تر پنځوسو زیات ټپیان دي.