1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پر امریکا نيوکي د اړیکو خرابوالی نه ښيي"

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه

په واشنګټن کي د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي ويلي دي چې په کندهار کي د ۱۶ تنو ملکي کسانو وژنه او پر امریکا باندي د کرزي نیوکي د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو مخه نه نیسي.

https://p.dw.com/p/14Mc7
انځور: picture-alliance/dpa

اکلیل د یکشنبې په ورځ له «سي ان ان» تلویزیون سره په مرکه کې ويلي دي چې پر سختو نیوکو سربیره هم ولسمشر کرزی له متحده ایالاتو سره همکاریو ته ژمن دئ.

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر وویل: «زموږ ولسمشر هغه کار کوي چې هر بل مشروع ولسمشر ئې کوي. هغه د خلکو خبري د نورو تر غوږو رسوي.»

له هغه وروسته چې یوه امریکايي سرتیري په کندهار کې ۱۶ ملکي وگړي ووژل، ولسمشر کرزی پر متحده ایالاتو باندي سختي نیوکي وکړې. د اوباما په گډون یو شمیر امریکايي چارواکي له ولسمشر کرزي سره وغږیدل او هغه ته ئې وعده ورکړه چې د کندهار د پېښي عامل ته به د هغه د کار سزا ورکړل شي.

د امریکا او افغانستان په اړیکو کې د وروستیو شخړو په پام کې نیولو سره اکلیل وایي چې دغه دواړو هیوادونو د اړیکو لوی انځور باید له یاده و نه ایستل شي. هغه زیاتوي: «موږ د تروریزم پر وړاندي د جگړي ملگري یو. موږ داسي ملگري یو چې د یوه امن افغانستان د جوړولو په هڅه کې یو چې تروریستان و نه شي کولای چې یو ځل بیا دغه هیواد په خپلي اډې بدل کړي.»

ښاغلي اکلیل د افغانستان او امریکا ستراتیژیکي اړیکي د یوي «کنډو کپر» لاري په څیر وبلله او وویل: «موږ له یو بل سره یو ستراتیژیک مشارکت لرو او پر یوه بل ستراتیژیک سند باندي د کار په حال کي يو چې له مخي به ئې په راتلونکو کلونو کې زموږ اړیکي تعریف شي.»

دا په داسي حال کې ده چې یوه بل افغان چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبري کولې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان او امریکا تر منځ پر ستراتیژیک سند کار روان دئ. هغه زیاته کړې ده چې د کندهار پېښي د دغه سند پر سر د کار کولو پر بهیر کومه ناوړه اغیزه نه ده پرې ایښې.

په پلان کې ده چې افغانستان او امریکا به په نزدي راتلونکي کې یو ستراتیژیک سند لاسلیک کړي چې له مخي به ئې امریکايي سرتیري له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، ویلي دي چې افغان او امریکايي چارواکي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو د شتون په اړه د خبرو اترو په حال کي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د دوشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې له خپلي امریکايي سیالي سره لیدنه کوي. دغه دوه چارواکي به د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک سند په اړه هم خبري اتري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی ویلي دي چې زلمي رسول د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري له خوا بلل شوی دئ او د امریکا او افغانستان د ښځو د شورا په غونډه کې په گډون وکړي.

فرانس پرس، رویترز/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض