1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوباما باندي نيوکو او اعتراضونو اثر کړی دی

۱۳۸۸ آذر ۵, پنجشنبه

ټولو به ويل چي اوباما ولي دې ته نه دی حاضر چي د ماينونو د منع نړيوال تړون لاسليک کړي په داسي حال کي چي هغه د سولي د نوبل جايزه هم وړې ده...

https://p.dw.com/p/Kh7W
د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

کله چي واوريدل شوه چي دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دمځکنيو ماینونو په برخه کي دخلف سلف ، جورج ډبليو بوش تګلاره تعقيبوي او نه غواړي چي ددغه ماينونو دمنع نړیوال تړون لیک لاس لیک کړي، نو له هري خوا څخه نیوکو او اعتراضونوناري راپورته شوې.

ټولو به ويل،چي څنګه ولسمشر اوباما، دسولي د نوبل دجايزې وړنکی دې ته نه دی چمتو، چي ددغه سلاو د منع نړيوال تړون لیک لاسليک کړي. د ناټو د غړیو هیوادونو په کتار کي د امریکا متحده ایالات آخرنی هیواد دی، چي تر اوسه يې دغه تړون ليک نه دی لاسيک کړی.

د ماينونو قربانيان
د ماينونو قربانيانانځور: AP

په داسي حال کي، چي بارک اوباما دا نارې وهي، چي غواړي اټومي سلاوي بېخي له منځه يوړل سي، څنګه دی ديوه تباه کونکی سلا لکه دځمکني ماينونو دتوليد او استعمالولو تړون لیک چي تر اوسه د170 څخه زیاتو هیوادونو لاسليک کړی دی، امریکایان هغه نه لاسليک کوي.

خو داسي ښکاري چي دغه نیوکو او اعتراضونو اثر کړی وي او لکه څنګه، چي د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په يوه خبرکي په واشنګټن کي ويل سوي، چي پر دې موضوع باندي به نوی نظر وسي.

يواځي په همدې تير ميلادي کال کي د انسانانو ضد ماینونو په واسطه لږ تر لږه 1200 انسانان وژل سوي، چي ډیری يي ماشومان دي. يا4000 نور انسانان په هغه هیوادونو کي،چي هلته ځمکني ماينونه ښخ سوي او شمېر يي 70 هيوادنو ته رسيږي ټپيان سوي دي، دغه احصاويوي ارقام دهغه سازمان له خوا تهيه شوي، چي په نړیواله سویه دځمکني ماینونو دتقبيح کولودپاره فعاليت کوی او په 1997 ميلادي کال کي دغه سازمان ته دنوبل دسولي جايزه هم ورکړل سوې ده.

Sina, Ralph/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل