1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايراني حجيانو د جنسي تيري په تور دوه تنه عربان محکوم سول

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه

د جدې د هوايي ډگر دوه تنه کارکوونکي چي څه موده دمخه پر دوو ايراني ځوانانو باندي په جنسي تيري تورن سوي ول هر يو په څلور کاله بند او زرو درو وهلو محکوم سوي دي. څارنوالۍ د دوی له پاره د اعدام سزا غوښتې وه.

https://p.dw.com/p/1FfBB
Symbolbild Iran Saudi Arabien 1024 x 576
انځور: DW Montage

د جدې د هوايي ډگر دوو تنو کارکوونکو چي په روان کال کي ئې د ارزونو پر مهال پر دوو تنو ايرانيانو باندي چي عمرې ته تللي ول د جنسي تيري قصد لاره، د چهارشنبې په ورځ د دغه ښار د يوې محکمې له خوا په څلور کاله بند او زرو دورو وهلو محکوم سول.

فرانسې خبري آژانس د «سبق» ويبسايت په حواله ليکلي دي چي پر دوو تنو ايراني ځوانانو باندي چي يو ئې ۱۴کلن او بل ۱۵ کلن دی، د جنسي تيري تعرض هغه مهال سوی دئ چي دوی تر عمرې حج وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنېدل.

تر دغي پيښي وروسته په تهران کي ډېرو ايرانيانو د سعودي عربستان سفارت مخ ته احتجاج وکړ او د ايران دولت هم په غبرگون کي عمرې ته ټول سفرونه وځنډول.

ايران ويلي ول چي عمرې ته د ايرانانو سفر به تر هغه مهاله پوري ځنډول سوی وي، څو دغو عربي مامورينو ته سزا نه وي ورکړل سوې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د کنسولي چارو مرستيال حسن قشقاوي تر دې دمخه ويلي ول چي د جدې څارنوالۍ د دغه ښار د هوايي ډگر دوو کارکوونکو ته «د پوليسو په توگه دندې ته د خيانت» په خاطر د اعدام سزا غوښتې وه. ايراني چارواکو تر اوسه پوري د صادر سوي حکم په اړه غبرگون ښوولی نه دئ.

د سعودي چارواکو تر دې دمخه ژمنه کړې وه چي د دغه هيواد قضايي سيستم به دغو دوو کسانو ته «اشد مجازات» په پام کي ونيسي، «ځکه دوی داسي جرم کړی دئ چي د ټولو مسلمانانو له نظره محکوم دئ.»

هر کال نزدې پنځه لکه ايرانيان د عمرې حج له پاره عربستان ته سفرونه کوي.