1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران لګول سوي بنديزونه ليري سول

۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه

لګول سوي بنديزونه د هغه وروسته ليري سول، چي د اټومي انرژۍ د څار نړيوالي ادارې خپل راپور خپور کړ. په دغه راپور کي راغلي چي ايران خپل اټومي پروګرام محدوده کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HerR
انځور: Reuters/L. Foeger

د اټومي انرژۍ د څار نړيوالي ادارې IAEA)) په خپل راپور کي ليکلي دي، چي ايران د دغه هيواد او لوېديځو هيوادونو تر منځ د اټومي تړون ټول شرايط بشپړه کړي دي. د دغه راپور د خپرېدو وروسته اروپايي اتحاديې او د امريکا متحده ايالاتو په سمدلاسه توګه پر ايران لګول سوي خپل بنديزونه ليري کړل. دغه ته د يو تاریخي اقدام په سترګه کتل کيږي.

د شنبې په ماښام (د جنورۍ ۱۶مه نېټه) د انرژۍ د څار د نړيوالې ادارې رئيس يوکيا امانو به ويانا کي وويل چي ايران خپل لومړي مکلفيتونه پوره کړي دي. په دې توګه سره د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۱۴مه نېټه د لاسليک سوي هغه تړون عملي کېدو ته لاره هواره سوه، چي د ايران سره لاسليک کړل سوی ؤ.

کېري: نړۍ لا خوندي سوه

د ايران ولسمشر حسن روحاني ايرانيانو ته د اټومي تړون د عملي کېدو او د بنديزونو د ليري کېدو مبارکي ورکړه. نوموړي په ټويټر انټرنټپاڼه کي ليکلي دي چي دی د ايراني ولس و لويي او صبر ته سلام کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل، چي د ايران سره د اټومي تړون په پلي کېدو نړۍ لا خوندي سوه. د کېري په وينا په سيمه کي و روانو لانجو ته په کتو سره دا ډېره مهمه ده، چي ايران نه سي کولای چي اټومي وسلې جوړي کړي. کېري زياته کړه: «پر کاغذ د ليکل سوو زياتو جګو افکارو او نظرونو څخه د اندازه کېدو وړ پرمختګ رامنځ ته سوی دی.»

اسرائيل د ايران سره د اټومي تړون پلي کېدل په سخته توګه غندلی دی. د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د شنبې په ماخستن وويل چي ايران به له دې وروسته هم د اټومي وسلو د جوړولو خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. نتنياهو زیاته کړې چي ايران مخ په وړاندي هم په سيمه او منځني ختيځ کي بې ثباتي راولي او «په ټوله نړۍ کي ترهګري خپروي.»د يورانيم ځېرمي کوچني سوې

له کين اړخه: فېدريکا موګېريني، يوکيا امانو، جواد ظريف
له کين اړخه: فېدريکا موګېريني، يوکيا امانو، جواد ظريفانځور: Reuters/L. Foeger


ايران د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سر د تړون د عملي کېدو له پاره باید د يورانيمو خپلي ځيرمي په لوړه اندازه راکمي کړې. دغه هيواد بايد د يورانيمو د غني کولو له پاره کارېدونکي سنتري فوژونه چي اوس يې شمېر تقريبا ۶۰۰۰ دی، را کم کړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا ويټو قوتونو (د امريکا متحده ايالات، روسيه، چين، فرانسه، بريتانيه) او آلمان د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي د ايران سره پر يو مفصل اټومي تړون تفاهم کړی ؤ. ايران په دغه تړون کي ځان مکلف کړی دی چي د يورانيمو ځېرمي به کموي او نړيوالو څارونکو ته به د خپل اټومي پروګرام د څار اجازه ورکوي. به بدل کي د ايران پر ضد لګول سوي بنديزونه به قدم په قدم ليري کړل کيږي. دغه بنديزونه د دې لامل سوي ول چي ايران په لوړه اندازه د اقتصادي بحران سره مخامخ سي. د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تړون مقصد دا دی چي د دې مخه ونيول سي چي ايران اټومي وسلې جوړي کړي. ايران بيا غواړي چي د دغه تړون به مرسته ورباندي لګول سوي بنديزونه ليري کړي او د ملکي انرژۍ له پاره اټومي تيکنالوژي وکاروي.

د نفتو د خرڅلاوی بنديز

ايران د ۲۰۰۲ مېلادي کال راهيسي د خپل اټومي پروګرام پر سر د لانجې له کبله په نړۍ واله توګه منزوي ؤ. لوېديځ د دې بېري له کبله چي ايران به اټومي وسلې جوړي کړي، پر دغه هيواد پراخ بنديزونه لګولي ول. د وخت په تېرېدو سره ملګرو ملتونو، د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي اتحاديې د بنديزونو دغه حلقه لا تنګوله. به دې ترڅ کي وروسته بنديز په ۲۰۰۲م کال کي دا ؤ، چي د ايران د نفتو پر توليداتو بنديز ولګول سو. د دغه بنديز وروسته د دوو کالو په جريان کي د ايران د تيلو عوايد ۷۵ مليارده ډالره راکم سول. کله چي حسن روحاني په ايران کي ولسمشر سو، نو د لوېديځ سره د ايران د اټومي پروګرام پر سر خبرو اترو ته لاره هواره سوه.

د زندانيانو تبادله

د شنبې په ورځ تر ناوخته پوري د ايران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظريف، د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤلي فېدريکا موګيريني او جان کېري جر و بحثونه وکړل. هغوی پر تفصيلاتو وږغېدل. په دغو بحثونو کي د ايران او د امریکا د متحده ايالاتو تر منځ د زندانيانو د تبادلې موضوع هم شامله وه. ايران څلور زنداني اتباع آزاد کړل چي پکښي د «واشنګټن پوسټ» خبريا جېسن رضايان هم شامله دی. اټکل کيږي چي په ايران کي زنداني پنځم امریکايي کس به هم ژر آزاد کړل سي. په عيني حال کي د امريکا متحده ايالاتو ۷ هغه ايرانيان عفوه کړي دي چي د ايران پر ضد د لګول سوو بنديزونو څخه په سرغړاوي تورن سوي ول او محاکمې ته په انتظار ول. د امریکا متحده ايالاتو په عيني حال کي د انټرپول پوليسو څخه د ۱۴ ايرانيانو د نيولو غوښتنه هم بېرته اخيستې ده.