1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر تيموشينکو باندي د360 مليونه ايرو اختلاس تور لګيدلی دی

۱۳۸۹ مهر ۲۴, شنبه

د امريکايي تفتيشانو په هغه څيړنه او ريسرج کښي چه پرون خپره سوه ، د تيموشينکو پر پخواني حکومت باندي د اختلاس سخت تورونه لګيدلي دي

https://p.dw.com/p/Pfbw
د اوکراين پخوانۍ صدراعظمه يوليا تيموشينکو
د اوکراين پخوانۍ صدراعظمه يوليا تيموشينکوانځور: AP

د 2008 کال څخه بيا په دغه کال کښي دحکومت تر تغير پوري پخوانۍ صدراعظمي او د هغې وزيرانو لږ تر لږه 360 مليونه ايرو اختلاس کړي دي .

امريکايي حقوق پوه مارک مېک دوګان پر دې باندي انتقاد کړی دی ، چه تر ټولو دمخه د ګازونو د افرازاتو د تصديقونو د خرڅولو له درکه پيسې ، لکه څنګه چه بايد وای ، د چاپيريال ساتني په پروژو کښي پکار ندي لويدلي .

ددې برعکس په دغو پيسو باندي د متقاعدينو پيسې ورکول سوي دي ، او هغه هم د جمهوري رياست د انتخاباتو لږ دمخه . دی وايي ،

« يوازي د کيوټو د چاپيريال ساتني د موافقې د نه عملي کولو او سرغړوني له کبله د 200 مليونو ايرو څخه پر بله خوا استفاده سوې ده . په کوم څه کښي چه د اوکراين طبيعي ذخايرو ته تاوان رسيدلی دی ، نو هغه کيدای سي په لسهاوو مليونو ايرو ته ورسيږي . »

د پيسو د ورکيدو هغه لست چه امريکايي اقتصادي تفتيشانو او حقوق پوهانو پرون خپور کړی دی ، ډير اوږد دی ، چه د نورو تر څنګ مثلأ پخواني حکومت د بورې د رانيولو دپاره 17مليونه ايرو ورکړي دي ، کوم چه هيڅ وخت اوکراين ته نده راغلې .

نور 32 مليونو ايرو د واکسينو او طبي سامان آلاتو درانيولو په پلمه اختلاس سوي دي .

Flash-Galerie Julia Timoschenko Aufhebung Wahlergebnis
انځور: AP

کومه وظيفه چه د جمهوررييس ويکتور يانوکوويچ لخوا دغو تفتيشانو ته سپارل سوې ده ، په هغه کښي دده پر پخوانۍ سيالي صدراعظمي تيموشينکو د اختلاس ، پيسې پريوللو ، اړول سوو قراردادو او غلطي معاملې تور لګول سوی دی .

خو تورنو کسانو سمدستي د هغه په مقابل کي عکس العمل ښکاره کی ، او د پخواني حکومت مرستيال او د يوليا تيموشينکو د پلرني ګوند مشر ګيورګي نيميريا دپاره دا ښکاره ده ، چه دغه څيړني سياسي انګيزې لري ، دی وايي

« دا هغه کوښښونه دي ، چه اپوزيسون او د هغې جملې څخه يوليا تيموشينکو وبيروي . عملأ دوی کوښښ کوي چه د اوکراين د اقتصادي حالت څخه پاملرنه بلي خوا ته واړوي ، کم چه ښه سوی نه ، بلکه خراب سوی هم دی . او کوښښ کيږي چه د خلګو قهر او غضب د يانوکوويچ د انحصاري قدرت څخه بلي خوا ته واړوي . »

Pk Oppositionspolitikerin Julia Timoschenko NO-FLASH
انځور: picture-alliance/dpa

د نارنجي انقلاب د بايلونکو څخه دغه غچ آرزانه نه ؤ ، او هغه د اوکراينيانو دپاره ‌ډير ګران تمام سوی دی . ويل کيږي چه پر دغوڅيړنواو ريسرج باندي 1,4 مليونه ايرو مصرف راغلی دی .

د اوکراين د پارلمان د وکيل ويکتور شوېڅ دپاره دغه ريسرج او څيړنه بې ارزښته ده ، دی وايي،

«دغه ريسرج او تحقيقات غير قانوني تر سره سوي دي، ځکه نو هغه په اوکراين کښي هيڅ نوع حقوقي عواقب نلري . »

ددې پوښتني جواب هم نه ؤ موجود ، چه ولي جمهورريس يانوکوويچ امريکايي تفتيشانوته دغه وظيفه سپارلې ده ، او نه اوکرايني تفتيشانو ته .

کريستينا ناګل/محمد قاسم نوري

کتونکی : ولي اڅکزی