1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جرمني د اوميکرون څپه

۱۴۰۰ دی ۲۲, چهارشنبه

په جرمني کي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي تر ۸۰۰۰۰ زيات د کرونا پيښي ثبت سوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چي د مارچ میاشتي تر نیمايي پوري کیدای سي د اروپا د نفوس تر نيمايي زياته برخه په کرونا اخته سي.

https://p.dw.com/p/45R7L
Symbolbild | Impfstoff Corona Omikron Variante
انځور: Fleig/Eibner-Pressefoto/picture alliance

د جرمني روبرت کوخ انستیتوت ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د دغه هيواد روغتيايي ادارو د ۸۰۴۳۰ نوو کرونا پيښوخبر ورکړی دی. د کرونايي پيښو د اوو ورځو شمېر (يا پر سلو زرو کسانو په روغتون کي د بسترکيدو پيښي) هم ۴۰۷،۵ ته رسېدلي دي چي دغه شمېر يوه ورځ مخکي ۳۸۷ وو.

په جرمني کي د کرونا د نوو پیښو ډیریدو ته په کتو سره داسي ښکاري چي د روغتيا نړيوال سازمان هم هغه تازه خبرداری صدق کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی وو چي د روان عيسوي کال د مارچ مياشتي تر نيمايي پوري کيدای سي د اروپا د نفوس تر نيمايي زياته برخه د کرونا ويروس په نوي بڼي (اوميکرون) باندي اخته سي.

د دغه سازمان د اروپا د څانګي رئیس هانس کلوګه، په خبره اومیکرون د سیلابونو د مد و جزر داسي یوه موج ته ورته ده چي پر ټوله اروپا باندي له لوېديځ څخه د ختيځ پر خوا راروانه ده او د کرونايي پيښو تعداد په سرعت سره لوړوي. د کرونا ویروس نوې بڼه (اومیکرون) په ټوله لوېديځه اروپا کي په سرعت سره خپریږي او اوس پر بالکان هیوادو باندي هم ورروانه ده.

د کرونا د دغي نوي بڼي چټک خپریدو ته په کتو سره د روغتيا د سنجش او ارزوني (IHME) تحقیقاتي مرکز اټکل کوي چي په راتلونکو شپږو تر اتو اونیو پوري کیدلای سي په اروپا کي تر۵۰ سلنه زيات انسانان پرې اخته سي. د دغه انستیتوت په هغه راپور کي چي د رواني عيسوي مياشتي پر اتمه نېټه خپور سوی دی، راغلي دي: «د اروپا له پاره زموږ تحقیقات ښيي چي د جنوري مياشتي په نیمايي کي به هره ورځ د تر ۱۲ ميلیونو زياتو انسانانو په کرونا باندي په اخته کیدو سره دغه پيښي تر ټولو لوړ حد ته ورسیږي.»

کلوګه وايي، یوازي د ۲۰۲۲م کال په اوله اونۍ کي په اروپا کي تر ۷ ميلیونه پوري د کرونا نوي پيښي ثبت سوي دي چي دا تر هغه مخکي دوو اونيو په پرتله دوه چنده لاهم ډیري دي. اومیکرون اوس د اروپا د ۵۳ هیوادونو د جملې څخه پنځوسو ته رسیدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ساحوي رئیس کلوګه، اوسني حالت ته په کتو سره د هغو اروپايي هیوادونو څخه چي لا اومیکرون وررسیدلی نه دی، غوښتي دي چي له پاته وخت څخه ښه استفاده وکړي او جدي تدابیر ونيسي. په داسي حال کي چي د کرونا ويروس اومیکرون بڼه د نورو ټولو په پرتله په ډیري چټکۍ سره خپریږي، خو کلوګه بیا هم غواړي چي ښوونځي پرانيستي پاته سي. ځکه چي په خبره یې د مکتبونو پرانيسته پاتیدل د کوچنیانو له پاره ډېره مهمه ده او ښوونځی باید هغه ځای وي، چي تر ټولو وروسته باید وتړل سي.

آیا اومیکرون به د جرمني د روغتيا پر سیسټم فشار ډېر کړي؟

د جرمني روبرت کوخ انستیتوت هم په دغه هيواد کي د کرونا ويروس د نوي بڼي ډيري پيښي ثبت کړي دي. یوازي د تیر ډسمبرمیاشتي په وروستۍ اونۍ کي په دغه هیواد کي تقریباً ۳۱۰۰۰ پيښي او د همدې جنورۍ میاشتي په اوله اونی کي نژدې ۵۳۰۰۰ پيښي ثبت سوي دي. خو داچي د نوو پيښو د تعداد ډیریدل به کوم عواقب ولري، لا تر اوسه پوری معلومه نه ده.

د ياد انستیتوت د جنورۍ میاشتي د شپږمي په اونيز راپور کي په دې اړه راغلي دي چي هغه خلک چي باید روغتونو ته انتقال او بستر سي، په اومیکرون باندي د اخته کیدو په صورت کي به ډیر نسي او حتی لږ به لا سي. خو په دې باب چي د دغه ويروس نوې بڼه به څومره خطرناکه وي، په نوي رپوټ کي راغلي دي چي تر اوسه پوري لا پوره ارقام پلاس کي نه لري چي په هکله یې سم اټکل وکړي.

په پولنډ کي د کرونا د قربانیانو شمېر تر سلو زرو هم اوښتی دی

د اروپا په نورو هیوادونو کي هم د کرونا عواقب ډېر جدي کیږي. مثلاً په پولنډ کي د رسمي ارقامو پراساس اوس د کرونا د قربانیانو شمېر تر سلو زرو کسانو هم اوښتی دی. یوازي د دغه هیواد د عامي روغتيا وزارت اعلان کړی دی چي په تیرو ۲۴ ساعتو کي د کرونا ویروس د اخته کیدو په سبب ۴۹۳ کسان مړه سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي د کرونا نوي بڼي اوميکرون لا په دغه هیواد کي ډير وسعت نه دی پیدا کړی.

په پولنډ کي د وګړيو تقریباً ۵۶ سلني د کرونا دوه واکسینه او ۲۰ سلنه يې حتی دریم واکسين هم لګولی دی. خو په جرمني کي بیا ۷۲ سلنه دوه واکسینه او تقریباً ۴۳ فیصدو دریم واکسین لګولی دی.