1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جنرال دوستم د تورونو د پلټلو غوښتنه

۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د افغان حکومت لویدیځو متحدینو د سه شنبې په ورځ پر افغان حکومت غږ کړی دی چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر ضد دې د هغه د یوه پخواني سیال د اختطاف او بد چلن په هکله د تورونو پلټنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2UCqV
Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

د افغان ولسمشر پر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، باندې په وروستیو ورځو کې د خپل سیاسي رقیب احمد ایشچي، د وهلو، نیولو او له خپل ځان سره د بیولو تور لگول شوی وو. خو دوستم دغه تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې هغه د پولیسو په توقیف کې دی.

د نوامبر میاشتې په وروستیو کې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې د بزکشۍ د یوې لوبې پر مهال خپل یو سیاسي سیال وهلی او بیا یې وروسته کسانو برمته کړی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سه شنبې په ورځ د احمد ایشچي، د آزادیدو له اعلان سره سم د امریکا متحدو ایالاتو، بریتانيا، اروپا او د یو شمیر نورو حکومتونو استازو د دغې پیښې په هکله د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د متحدو ایالاتو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا د ښاغلي ایشچي، د غیر قانوني بندي کولو او رپوټ شوي بد چلن جدي اندیښنې راپورته کړي دي.» اعلامیه زیاتوي چې دوی به په دې هکله د افغان حکومت له لوري د ژر پلټنو د یوه اقدام هر کلی وکړي.

همداشان د اروپا تر څنگ د آسترالیا، کاناډا او ناورې استازو هم په دې تړاو «د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو او ناوړه چلن د رپوټ په هکله «د عادلانه او رڼو حکومتي څیړنو» غوښتنه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې جنرال دوستم د خپل لومړي مرستیال په توگه ونوماوه، چې ظاهرا د ازبک قوم د اکثریت رایو د راخپلولو هڅه وه. خو په تیرو وختونو کې د جنرال دوستم پر وړاندي له بشري حقونو څخه سرغړونه تورونه موجود ول.