1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر حامد کرزي به نور فشار راوړل کومه گټه و نه لري»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

له کابل څخه د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو د غوښتنې وروسته، د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر په افغانستان کې له امریکایي سرتیرو سره ويني. هغه د شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر سره ولیدل.

https://p.dw.com/p/1AUxJ
انځور: REUTERS

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر د میاشتې ۷مه) کابل ته په یوه ناببره سفر ورسید. هغه په دغه سفر کې له افغان ولسمشر سره و نه لیدل خو د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي سره یې لیدلي دي.

هیگل به د یکشنبې په ورځ د کابل څخه د باندې د امریکایي سرتیرو سره وویني. له سرتیرو سره د هیگل دغه لیدنه کتنه یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي، چې د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر په عامه محضر کې ناندریو لا پسې زور اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې زیاتره وخت له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د متحده ایالاتو د دفاع وزیرانو لیدنه کتنه یو دود پاتی شوی دی، خو د شنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر سره د ده لیدنه کتنه په نظر کې نه وه نیول شوې.

څرنگه چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسیلیکیدو په ترڅ کې له افغان ولسمشر سره ډانگ پیلې خبرې اترې تر سره کړې دي، هیگل وویل چې د متحده ایالاتو په دریځ کې کوم داسې ټکی نه دی پاتې چې هغه دې تکرار شي. هیگل زیاته کړې ده: «داسې څه نه وو پاتې چې له افغان ولسمشر سره دې د ملاقات په ترڅ کې وراضافه کړای شي.»

هیگل د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي سره د شنبې په ورځ ولیدل. د رپوټونو له مخې بسم الله محمدي هیگل ته د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې له واشنگټن سره به دوه اړخیز امنیتي تړون په «مناسب وخت» کې لاسلیک شي.

د چارواکو د وینا له مخې حامد کرزی د یکشنبې په ورځ ایران ته په یوه رسمي سفر تللی دی. افغان ولسمشر په لومړي سر کې له واشنگټن سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو ژمنتیا ښوولې وه، خو د یو شمیر تازه غوښتنو وروسته د دغه تړون د لاسلیکیدو څخه ډډه کوي. دغه امنیتي تړون له ۲۰۱۴م کال څخه وروسته په افغانستان کې د امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو څرنگوالی په گوته کوي.

د متحده یالاتو د دفاع وزیر له خپلو سرتیرو سره د لیدنې پر مهال
د متحده یالاتو د دفاع وزیر له خپلو سرتیرو سره د لیدنې پر مهالانځور: Reuters

د هیگل په وینا د دغه تړون د نه لاسلیکیدو په صورت کې هغه هیوادونه چې غواړي د ۲۰۱۴م کال وروسته د روزنې له پاره خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدي، نه شي کولای چې خپله بودجه پلان کړي او یا هم سیاسي تائید تر لاسه کړي.

کرزی وایي چې د اپریل په میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو وروسته به دغه امنیتي تړون لاسلیک کیږي خو هیگل بیا وایي چې کیدای شي دغه نیټه بیا د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې وغځیږي، ځکه چې د ټاکنو د دویم پړاو د تر سره کیدو اټکل کیږي.

هیگل په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې ښایي د راتلونکي کال د فبروري په میاشت کې به د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د پلان جوړونکو او حکومتونو له پاره یو څه لانجمنه وي «ځکه چې د ناټو د وزیرانو په دغه غونډه کې به یو شمیر پوښتنې اړیني وي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي دي چې ښایي دا کار به گټور نه وي چې متحده ایالات پر حامد کرزي باندې نور فشار راوړي، بلکې د دې پر ځای د افغانستان د خلکو احساساتو ته توجه وشي: «زه فکر نه کوم چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري فشار یا نور ډیر فشار به گټه وکړي چې ولسمشر حامد کرزی د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکولو ته قانع کړي.»