1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر حقاني شبکې به نور هم فشار زيات کړو»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۳, جمعه

په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو قوماندان ويلي دي چي په دغه هیواد کي به له افغان ځواکونو سره په گډه خپله ډېره پاملرنه د حقاني شبکې د جنگياليو تعقيب ته واړ وي.

https://p.dw.com/p/1BPcr
انځور: AP

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماند جنرال جوزف دانفورد، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۳) ويلي دي چي پر حقاني شبکې باندي د فشار راوړلو تلاښونه روان دي.

جنرال وويل: «له څو مياشتو راهيسي د حقاني شبکه نوره هم فعاله سوې ده، ځکه نو موږ په دې اړه خپل تلاښونه نور هم گړندي کړي دي.»

دغي شبکې ويلي دي چي په افغانستان کي به د انتخاباتو د گډ وډولو په موخه بريدونه تر سره کړي، څو خلک له رايو ورکولو څخه ډډه وکړي.

حقاني شبکه په افغانستان کي د يو لړ جدي بريدونو په تر سره کولو تورنه ده. امريکا متحده ايالاتو په وار وار له پاکستان څخه غوښتي دي چي د دغي شبکې پرضد عمل وکړي.

ويل کيږي چي دغه شبکه د پاکستان په شمالي وزيرستان کي فعاله ده او له هغه ځايه په افغانستان کي د امريکايي او ائتلافي ځواکونو پر ضد بريدونه پلانوي.

امريکا او ناټو په پلان کي لري چي که له کابل سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک سي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په دغه هيواد کي له ۸ څخه تر ۱۲ زرو پوري عسکر پريږدي. جنرال دانفورد ويلي دي چي امريکا به په افغانستان کي څو زره عسکر چي ډيری يې ځانگړي ځواکونه دي پاته کړي، څو له تروريزم سره مبارزې ته دوام ورکړي.

دغه امريکايي قوماندان ويلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د تروريستانو پرضد عمليات به د القاعدې پر تروريستي شبکې باندي متمرکز وي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي تر اوسه لا دوه اړخيز امنيتي تړون چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور ته زمينه برابروي لاسليک کړی نه دی. امريکا ويلي دي چي که دغه تړون لاسليک نه سي خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت په پلان کي لري چي تر دوبي پوري په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر ۲۰ زرو ته راکښته کړي. دغه پلان امريکايي قوماندان ته دا زمينه برابروي چي که چيري تړون لاسلیک نه سي نو د روان کال ترپايه پوري د ټولو ځواکونو د ايستلو فرصت ولري. اوس په افغانستان کي نزدې ۳۳۶۰۰ امريکايي عسکر مېشته دي.