1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر حلب ښار باندي بېلري بمونه استعمال سوي دي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

د سوريې رژيم په دوهمه پرله پسې ورځ هم د دغه هيواد د حلب ښار بمبار کړی دی. د سوريې د فعالانو په خبره په دغو مبباريو کي تر ۱۲۰ تنو ډېر انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1B1jX
انځور: Getty Images

په ژنيو کي د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لا يوه ورځ نه وه تيره سوې چي د دغه هيواد په شمال کي پر حلب ښار باندي بمبارۍ پېل سوې.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو يوه څارونکي سازمان په حواله په شنبې او يکشنبې ورځو د حکومت جنګي څرخۍ الوتکو پر حلب ښار باندي بېلري بمونه غورځولي دي. دغه شان بېلري بمونه له چاودېدونکو موادو او مېخونو څخه ډک وي چي پر مځکه يا ودانۍ باندي د لګېدلو پر مهال سخت زيان اړوي.

دغه سازمان د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۲) ويلي دي چي په حلب ښار کي د شنبې په روځ ۸۵ او د يکشنبې په ورځ ۳۶ انسانان وژل سوي دي. د ژول سوو کسانو ډېری يې ملکي وګړي دي چي په هغوی کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

د حلب ښار د ۲۰۱۲ کال له نيمايي راهيسي د دولت او وسله والو ياغيانو ترمنځ لاس پر لاس کيږي. د اسد ځواکونو د دغه ښار لوېديځه سيمي ترکنترول لاندي ده او د ياغيانو بيا ختيځه.

په حلب کي رسېدلي زيانونه
په حلب کي رسېدلي زيانونهانځور: Getty Images

پر دمشق باندي د بېلري بمونو استعمال

په سوريه کي د بشري حقونو فعالان راپور ورکوي چي دولتي جنګي څرۍ الوتکو دمشق ته څېرمه کليو باندي هم بېلري بمونه استعمال کړي دي. دغه خبرونه د ځايي اوسېدونکو په حواله ورکړل سوي دي. د بې طرفو اړخونو له خوا د دغو خبرو تاييد ستونزمن کار دی.

د مونشن په امنيتي کنفرانس کي چي درې ورځي يعنی له جمعې څخه تر يکشبنې ورځي پوري يې دوام وکړ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو په سوريه کي تازه بريدونو ته په اشارې سره وويل چي د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد په سوريه کي د انساني وضعيت په اړه پريکړه وکړي «بېله دې هيڅ سیاسي لاره نه سته». د ملګرو ملتونو د ديپلوماتانو په حواله پردغه شان يوه پريکړه باندي اوس فکر کيږي.

له هغه وروسته چي په ژنيو کي د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ خبري اتري بې نتيجې پای ته ورسېدې، د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولني ځانګړي استازي لخضر ابراهيمي اعلان وکړ چي د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۰ نېټه بيا خبري اتري پيل سوي.

خو دا لا تراوسه پوري معلومه نه ده چي دغه خبري اتري به پيل سي او که نه. ځکه په ژنيو کي تر خبرو وروسته دواړو خوا پر يو بل باندي د درواغ ويلو تورونه لګولي دي.