1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«پر خواجه عمري ولسوالۍ په بريد کي ولسوال وژل شوی»

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د افغان چارواکو په حواله وسله والو طالبانو د پنجشنبې په سهار وختي د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ باندې برید کړی دی. د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2vtwI
Karte Afghanistan Provinz Ghazni Deutsch
انځور: DW

د غزني ولایت ویاند عارف نوري، له فرانسي آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې پر خواجه عمري ولسوالۍ باندې د شوي برید په پایله کې شپږ پولیس وژل شوي او نهه استخباراتي مامورین ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د پولیسو مرستیال مشر رمضان علي محسني، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې یاغیانو سهار وختي د ودانۍ انګړ ته د داخلیدو له پاره له زینې کار اخیستي دی.

خو محسني بیا د ولسوال علي دوست شمس، پولیسو او استخباراتي مامورینو د وژل شوو کسانو شمیر ۱۳ تنه ښيي او په خبره یې د طالبانو یو شمیر جنګیالي هم وژل شوي دي. 

رویترز خبري آژانس د محسني له قوله لیکلي دي چې په دغه برید کې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه له ۴۵ څخه تر ۵۰ یاغیان وژل شوي دي. د هغه په خبره طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته اور هم اچولی دی.

محسني ویلي دي چې برید پای ته رسیدلی دی او ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو په کنترول کې ده. د هغه په خبره د طالبانو تر برید وروسته سیمې ته نور ځواکونه رسیدلي دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي غلام سخي امیر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو ۱۴ تنه وژلي دي. د هغه په خبره په برید کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکیان هم ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې شپږ نور پولیس هغه مهال وژل شوي دي چې د موټرو پر کتار یې برید وشو.

فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د وټس اپ، پیغام له لارې خبریالانو ته په استول شوي پیغام کې د دغه برید مسئولیت منلی دی او ادعا کوي چې په برید کې «تر۲۰ زیات پولیس» وژل شوي او ځيني نور ټپیان دي. طالبانو په دغه برید کې د خپلو درو جنګیالیو د وژل کیدو خبر هم تايد کړی دی.

دا په تیرو څو اونیو کې د طالبانو تر ټولو خونړی برید وو. طالبان تر فشار لاندي دي، څو د ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو اترو وړاندیز ومني، خو تر اوسه پورې نوموړې ډلې په مستقیمه توګه دغه وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښوولی.

زموږ له آرشیف څخه: