1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر داعش او طالبانو د امریکا هوایې بمبارۍ ډيري سوي

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د امریکایې ځواکونو نوي ارقام ښيي چې د طالبانو او داعش پر سنګرونو يې هوایې بمبارۍ ډيري کړي دي. امریکایې ځواکونو په تیر سپتمبر کې هم لکه د ۲۰۱۲ م کال په څیر پر یاغیانو هوایې بمبارۍ کړي دي.

https://p.dw.com/p/2lZ0l
US-Kampfjet F-16C
انځور: picture-alliance/dpa/V. Parker

د امریکا متحدو ایالاتو هوایې ځواکونو تازه ارقام خپاره کړي دي: «له ۲۰۱۲ م کال راهيسي تر ټولو زيات د روان کال په سپتمبر میاشت کي ډېري بمبارۍ شوي. په دې میاشت کې پر طالبانو او داعش ډلې ۷۵۱ بریدونه شوي دي».

په ۲۰۱۲ م کال کې چې هوایې بریدونه زيات ول، په افغانستان کې ۸۰۰۰۰ امریکایې ځواکونه مېشت ول. دغه تناسب تر دې د یوه میاشت مخکې (اګست) په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیئ.

د هوایې بمباریو د زیاتوالي موضوع د افغانستان د جګړې نوې ستراتیژې ته ورګرځي چې په اګست میاشت کې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترامپ له خوا اعلان شوه. په دې ستراتیژۍ کې امریکایې ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې په فعال ډول دې افراطي ډلې تر بریدونو لاندې ونیسي.

د امریکا د هوایې ځواکونو په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د هوایې حملو د زیاتولو له پاره نوري (اف ۱۶) ډوله جنګي جټ الوتکې هم په بګرام کې ځای پرځای شوي دي. همدارنګه د «بي۵۲» ډوله الوتکې هم کولی شي لا زیات عملیات وکړي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي پيښو ډیرښت ته په کتو سره، په دې وروستیو میاشتو کې د طالب او داعش جنګیالیو پر مرکزونو د امریکا د هوایې ځواکونو په بمباریو کې هم په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی.

په روان کال کې د اګست میاشتې تر نیمایې پورې ۲۲۰۰ بریدونه شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۶م کال کې د ترسره شویو بریدونو شمیر شاوخوا ۱۰۰۰ ته رسید.

بل اړخ ته افغان ځواکونه چې تر اوسه د روزل کیدو په حال کې دي هم هوایې بریدونه کړي دي. څو ورځې مخکې امریکا متحدو ایالاتو له هغه ۱۵۹ الوتکو له جملې څخه چي له افغانستان سره يې د مرستي ژمنه شوې درې «بلک هاوک» ډوله جنګي چورلکی د افغانستان حکومت ته وسپارل شوې.

په عین وخت کې ملکي تلفات هم زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې د هوایې بمباریو په نتیجه کې د ملکي کسانو په مرگ ژوبله کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغو تلفاتو د ۳۷ سلني مسئوليت ئې د امريکايي او ۴۸ سلني مسئوليت ئې د افغان هوایې ځواکونو پر غاړه دی. دا روښانه شوې نه ده چې پاتې تلفات د کومو ځواکونو د هوایې بمباريو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.