1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پر ستراتيژيک سند منظمي خبري رواني دي"

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن یکشبنه(د اپریل ۱۵مه) وویل، چي د شپنیوعملیاتو او د زندانونو په اړه د کابل او واشنگټن ترمنځ تر هوکړه لیکونو وروسته د ستراتیژیک تړون په اړه منظمي خبري رواني دي.

https://p.dw.com/p/14eJp
انځور: DW

ددغه وزارت وياند جانان موسي زي په کابل کي يوې خبري غونډي ته وویل، چي ددغه تړون په اړه په کابل کي د امریکا د سفیر په مشرۍ امریکايي کاري ډله له افغان حکومت سره په خبرو بوخته ده:

«د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د نهايي کولو په اړه خبري اتري په مثبته فضا کې په منظم ډول رواني دي او داسي تمه کيږي چي د شیکاګو له کنفرانس مخکي به دغه تړون د امریکا او افغان ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شي.»

ټاکل شوې ده، د امریکا په شیکاګو ایالات کي د افغان ځواکونو د تجهېز او تمویل په موخه د ناټو غړو هېوادونو په ګډون شاوخوا ۲ میاشتي وروسته غونډه جوړه شي.

د ښاغلي موسی زي په وینا د ستراتیژیک تړون پر وړاندي دوه پراته خنډونه چي د شپې عملیات او په افغان خاوره کي د بهرنیو زندانونه شتون وو اوس ليري شوي دي.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کي خبر ورکړ چي ټاکل شوې ده د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزېرانو په غونډه کي د ګډون په موخه بروکسل ته سفر وکړي.

د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو او دفاع وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اپریل پر۱۸مه نېټه جوړیږي:

«په دې غونډه کي به د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر په برخه کي د پرمختګونو، په افغانستان کي د امنیتي وضعیت، د شیکاګو کنفرانس له پاره پر چمتوالي او له ۲۰۱۴ کال څخه د افغان ځواکونو پر تمویل خبري وشي.»

د بهرنیو چارو وزارت په دې خبري غونډه کي د سولې د خبرو اترو په اړه هم څرګندوني وکړې او ويویل چي ډیر ژر به په قطر کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره مخامخ خبري پیل شي.

ده وویل په نزدې راتلونکې کي د قطر د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي او له افغان چارواکو سره د به د دفتر د پرانېستني پر شرطونو خبري وکړي.

افغان چارواکي له هغه وروسته دا څرګندوني کوي چي د پلازمیني کابل په ګډون په کندز، لوګر، ګردیز او جلال آباد کي پر مهمو دولتي ودانیو بریدونه وشول.

په دې بریدونو کي پر ښکیلو غاړو سربیره ملکي وګړوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دولت مخالفي وسله والي ډلي حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ خبري هم پيل شوي دي.

اسمعاعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل