1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوريې باندي نور د وسلو بنديز نسته

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۷, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران تر اوږدو خبرو اترو وروسته په دې و نه توانېدل چي سوريې ته د وسلو پر لېږلو باندي بنديز نور هم وغځوي. آیا سوريې ته د وسلو لېږل په دغه هيواد کي د ثبات راتلو په گټه دي؟

https://p.dw.com/p/18fEb
A Free Syrian Army fighter takes position by pointing an artillery weapon towards the sky in Idlib, May 18, 2013. Picture taken May 18, 2013. REUTERS/Abdalghne Karoof (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST CONFLICT) // eingestellt se
Syrien, Rebellen, Waffen,انځور: Reuters

پر سوريې باندي د اروپايي ټولني له خوا د وسلو د بنديز موده د جمعې په ورځ ماښام پای ته رسيږي. خو دا چي دغه بنديز دي وغځول سي د دغي ټولني د بهرنيو چارو وزيران تر ۱۳ ساعته خبرو اترو وروسته بيا هم سره سلا نه سول.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گېدو ويستر ويله د دوشنبې ورځي په ناوخته ماښام ويلي دي چي سوريې ته د وسلو د احتمالي لېږلو تصميم به هر هیواد پخپله نيسي. د هغه په خبره خو وسلې بايد د خلکو د امنيت ساتلو په موخه د سوريې ملي ائتلاف ته ورکړل سي.

په بروکسل کي د ارپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي محوري پوښتنه دا وه: آيا د سوريې ياغيانو ته دي وسلي ورکړل سي که نه؟ تر ټولو ډير فرانسې او بريتانيا پر دې باندي ټينگار کاوه چي د سوريې ياغيانو ته دي د وسلو نه ورکولو بنديز ليري سي.

د دغو دواړو هيوادونو حکومتونه غواړي چي په دې کار سره پر بشارالاسد باندي فشار ډير کړي، چي د روسيې او امریکا متحده ايالاتونو له خوا د ژنيو په جوړيدونکي کنفرانس کي له مخالفينو سره خبرو ته حاضر سي.

د دوشنبې په ماښام سوريې ته د وسلو لېږلو د بنديز ليري کولو پر سر د نظر اختلاف لا پسي ډير سو. د اطريش استازي ميشايل سپيندليگر په دغه غونډه کي احساساتي سو او وئې ويل چي «دوه هيوادونه هدف ټاکي او نور ۲۵ هيوادونه بايد په هغوی پسې گام پورته کړي»

گېدو ويستر ويله د آلمان د بهرنيو چارو وزير له خپل اطريشي سيال ميشايل سپيندليگر
گېدو ويستر ويله د آلمان د بهرنيو چارو وزير له خپل اطريشي سيال ميشايل سپيندليگرانځور: picture alliance / AP Photo

د اطريش حکومت گواښ کړی وو، چي که چيري پر سوريې باندي د وسلو بنديز تمديد نه سي نو د ملگرو ملتونو په چوکاټ کي به خپل عسکر د گولان له سمي څخه را وباسي.

اطريش د ملگرو ملتونو په سوله ساتي ماموريت کي چي د سوريې او اسرائيلو تر منځ سرحد څاري۳۸۰ تنه سرتيري لري چي دا د دغه ماموريت يو پر دريمه برخه سرتيري جوړوي.

پاته بنديزونه دوام لري

اطريش، فنلند، سويډن او نور هيوادونه اندېښنه لري چي پر سوريې باندي د وسلو بنديز د ليري کولو په صورت کي به د ياغيانو او بشارالاسد ځواکونو تر منځ جنگ نور هم دوام پيدا کړي. دغه راز دا ويره هم موجوده ده چي دغه وسلې په سوريه کي د هغو افراطيانو په لاس ور نه سي چي په دغه هيواد کي د خپلو هدفونو له پاره جنگيږي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ چي د سوريې ياغيانو ته د وسلو ورکولو بنديز د ليري کولو له طرفدارنو څخه دی هڅه وکړه چي دغه اندېښنې کمي کړي: «موږ دا قصد نه لرو چي بې درنگه سوريې ته وسلې ولېږو.»

پر سوريې باندي د وسلوبنديز له ليري کولو ماسوا د اروپايي ټولني نور بنديزونه پر خپل ځای باندي پاتيږي او کيدای سي تر يوه کال پوري نور هم تمديد سي. په دغو بنديزونو کي د بشارالاسد رژيم د چارواکو پر سفر کولو باندي بنديزونه شامل دي.