1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوريې د يوه احتمالي بريد د مخنيوي وړانديز

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې له خوا سوریې ته د کیمیاوي وسلو د تسلیمولو وړاندیز یو «بالقوه پرمختګ» بللی دی او ویلي یې دي که چیرې سوریه د کیمیاوي وسلو څخه لاس پر سر شي، ښایي هغه پر سوریې پوځي برید وځنډوي.

https://p.dw.com/p/19ebN
Russian President Vladimir Putin (L) walks past U.S. President Barack Obama (R) during a group photo at the G20 Summit in St. Petersburg September 6, 2013. REUTERS/Kevin Lamarque (RUSSIA - Tags: POLITICS TPX IMAGES OF THE DAY BUSINESS)
G20 Sankt Petersburg 06.09.2013 Obama und Putinانځور: Reuters

اوباما د اې بي سي، امریکایي تلویزوني چینل سره په مرکه کې ویلي دي، چې هغه به په «بشپړه» توګه پر سوریې باندې یوه امریکایي پوځي برید وځنډوي که چیرې سوریه د روسیې دا پلان ومني چې خپلې کیمیاوي وسلو تر نړیوال کنترول لاندې راولي.

اوباما په خپلو خبرو کې ویلي دي: «زما هدف تل د یوه خاص مشکل سره معامله کول دي. که چیرې موږ دغه کار له یوه پوځي برید پرته تر سره کولای شو، دغه کار به زما په لومړیتوبونو کې وي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۹) له شپږو تلویزوني چینلو سره مرکې وکړې. د دغو مرکو هدف د بشارالاسد رژيم پر ضد د يوه پوځي برید له پاره د کانګرس د ملاتړ د تر سره کولو په برخه کې فشار اچول وو.

له اېن بي سي، تلویزني چینل سره په مرکه کې اوباما، د روسیې له وړاندیز څخه د یوه ځانګړي پرمختګ په توګه هر کلی وکړ. خو هغه پر دې خبره ټینګار وکړ چې د سوریې پر ضد یو محدود برید د دې انديښنې له امله په پام کې دې چې آیا د سوریې رژیم به د روسیې وړاندیز ومني او که نه.

هغه دې خبرې ته اشاره وکړه چې په حقیقت کې له دیپلوماتیکو لارو د سوریې له کړکیچ څخه راوتل به د متحده ایالاتو د مستقیم پوځي برید د ګواښ له امله وي.

اوباما په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته یې دنده سپارلې ده چې له روسیې سره پر دغه وړاندیز باندي وغږیږي. اوباما زیاته کړه چې ده لا تر مخه په پیترس بورګ کې د جي شل په سرمشریزه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو نړیوالې ټولنې ته د ممکنه سپارلو پر سر خبرې اترې کړې وې.

په پام کې ده چې ګانګرس به د امریکا په مشرۍ د سوریې پر ضد د یوه احتمالي پوځي برید په اړه د چهارشنبې په ورځ رایې اچونه تر سره کړي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د سنا د اکثریت برخې مشر هیرې رایډ، د دوشنبې په ماښام ناوخته وویل چې هغوی د روسیې د وړاندیز په پام کې نیولو سره دغه رایې اچونه ښایي وځنډوي. سره له دې هم داسې اټکل کیږي چې د سنا په مجلس کې به د سوریې پر وړاندې د یوه احتمالي برید په اړه رایې اچونه په روانه اوونۍ کې تر سره شي.

د روسیې له خوا حیروانوونکی وړاندیز له هغه وروسته وشو، چې جان کیري په لندن کې د سوریې د کړکیچ په اړه د یوه ممکنه پلان خبره وکړه. د دوشنبې په ورځ کیري خبریالانو ته ویلي ول چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د اوونۍ تر پايه، نړیوالي ټولنې ته د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو د زیرمو په تسلیمولو سره دغه ستونزه حلولا شي.

تر دې وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جان کیري د خبرو سپیناوی داسې وکړ چې هغه [کیري] یوه فرضي پوښتنې ته په مهارت سره ځواب ورکړ وو او دا یو «وړاندیز» نه وو.

په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم، سره تر لیدنې کتنې وروسته لاوروف وویل چې د کیمیاوي وسلو زیرمې د متحده ایالاتو د پوځي برید د مخنیوي په خاطر له منځه وړل کیدای شي. المعلم د دغه وړاندیز ملاتړ ته په چټک ډول غبرګون وښود. لاوروف ژمنه کړې چې روسیه به په خپل ملاتړ، د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره فشار راوړي.

تر دې څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د روسیې د دغه وړاندیز هر کلی کړی دی. بانکې مون تر دې دمخه غوښتنه کړې وه چې سوریه خپلې کیمیاوي وسلې تر نړیوال کنترول لاندې راولي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د بریتانيا لومړي وزیر دیوید کامرون، هم د دغه وړاندیز هر کلی کړی دی.