1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوېډنۍ ښځي د ۲ افغانانو د جنسي تېري ويډيو موندل شوې

۱۳۹۶ فروردین ۱۲, شنبه

د سويډن هيواد څارنوالانو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې پر يوې سويډنۍ ښځې د جنسي تيري هغه فلم چې په فیسبوک کې خپور شوی وو، په لاس راوړی دی. پوليسو پيښه کې د لاس لرلو په تور درې تنه نيولي دي چې دوه يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/2aUPU
Schweden Polizei Uppsala
انځور: Getty Images/AFP/P. Lundahl

د سويډن څارنوالانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۳۱مه نېټه) خبر ورکړ چې پر يوې سويډنۍ ښځې د جنسي تيري بشپړ فلم چې د مخه په فیسبوک کې خپور شوی وو تر لاسه کړی دی. دغه پیښه د روان ميلادي کال په لمړيو کې رامنځ ته شوې وه.

د سويډن څارنوال، منګوس برګرن په دې اړه وویل: « جزئیاتو په باب د څه ويلو پرته، لږ ترلږه دومره کولای شم ووايم چې دغه فلم کولای شي د دوسيه اسناد او شواهد ځواکمن کړي».

دوه افغان اتباع چې ۱۸ او ۲۱ کلونه عمرونه لري، تورن دي چې پر دغې ښځې يې جنسي تيری کړی دی. څارنوالانو د استهکلم په شمال کې د «اوپسالا» ښار محکمې ته وويل، که چيرې دغه کسان په خپل جرم محکوم شول افغانستان ته به اخراج او تر ۱۵ کلونو پورې به د سويډن خاورې د راتلو اجازه ونلري.

يو ۲۴ کلن سويډنۍ سړی هم په جنسي تيري کې د لاس لرو، د جنسي تيري پر وخت د فلم اخيستلو او ښځې ته د سپکو الفاظو د کارولو په تور نيول شوی دی.

پولیسو دغه درې تنه د جنورۍ مياشتې په ۲۲مه نيټه هغه مهال ونيول چې کله د جنسي تيري له قضيې او د فيسبوک په يوه خصوصي ګروپ کې یې د هغې د ويډيو د خپريدو په اړه مالومات ترلاسه کړل.

محکمې امر کړی دی چې د قضيې چارې دې د بندو دروازو تر شا ترسره شي.

د دغې پيښې انځورونه او د اتو تنو شاهدانو څرګندونې چې « ټوله يا يوه برخه د پيښې يې ليدلې» د دغې دوسيې د موثقو شواهدو څخه دي.

د سويډن څارنوال وويل د دغې قضيې قرباني ښځه چې ديرش کاله عمر لري، د جنسي تيری پر وخت د مخدره موادو او الکولو د اغيز له امله په ډیر بد روغتيايي حالت کې قرار لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.02.2017):