1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي وزيرستان باندي د بې پيلوټه الوتکي په حمله کي 20تنه وژل سوي

۱۳۸۸ دی ۲۷, یکشنبه

د پاکستاني چارواکو په خبره داسي ښکاري، چي بې پيلوټه الوتکي د پاکستاني طالبانو د مشر، حکیم الله مسعود د وژلو قصد درلود...

https://p.dw.com/p/LY7D
په شمالي وزيرستان کي يو بمبارد سوي کورونه
په شمالي وزيرستان کي يو بمبارد سوي کورونهانځور: dpa

د پاکستاني چارواکو د ویناوو له مخه، د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د یو توغندی برید سره د پاکستان په ناکراره قبايلي سیمه کي لږ ترلږه 20 اورپکي وژل سوي دي.

یو لوړپوړي پوځي پاکستاني چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل، چي دغه حمله د شمالي وزیرستان د ستر ښار میرانشاه په جنوب ختیځ 40 کیلومترۍ کي شاکتوی نومې سیمه کي سوې ده.

ددغه چارواکي، چي نوم يې نه دی ښودل سوی ویلي دي، چي د بې پيلوټه الوتکي د بریدهدف د اورپکو يوه حویلي وه. د شلو تنو وژل کیده تايد سوي دي. یو بل چارواکي وویل، چي ښايي د مړو شمېر تردې هم لوړ سي او زیاته يې کړه،چي اورپکي تر خاورو او ډبرو لاندي د مړو او ټپیانو د رايستلوهڅي کوي.

یو بل پاکستاني چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته، چي نوم يې نه دی ښودلی وویل: داسي ښکاري، چي بې پيلوټه الوتکه د پاکستاني طالبانو مشر، حکیم الله مسعود د وژلو قصد درلود، په دغه سیمه کي د هغه له شته والي څخه خبر ورکړ سوی ؤ. هغه زیاته کړې، بې پيلوټه یا ډرن نومي الوتکي درې توغندی وتوغول.

وروسته له هغه، چي د تیري پنجشنبې په ورځ د يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکي د توغندی برید سر د حکیم الله مسعود د احتمالي وژل یکدو خبر خپور سو، پرون نوموړي یو راډويويي پيغام خپور کړ، چي هغه ژوندی دی.

د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسعود د خپلو انډيوالانو سره
د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله مسعود د خپلو انډيوالانو سرهانځور: picture-alliance/ dpa

حکیم الله مسعود په خپل پيغام کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر ضد خبرداری ورکړ او وویل، که چيري هغه دوام پيدا کړي، په پاکستان کي د ناخوالو پيښو مسوولیت به د هغه د خپلي جملې له مخه«د پاکستان د حکومت په غاړه وي، نه د تحریک طلبهء پاکستان» یا ټي ټي پي.

د بې پيلوټه امريکايي الوتکي ننۍ حمله د روان ميلادي کال له پيل څخه لسمه ده. دا په داسي حال کي، چي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د القاعدې او اسلام پالو افراطينو پر ضد په جګړه کي پاکستان ته په زړه کي ځای ورکړی. د پنجشنبې د ورځي له حملي را په دې خوا د اورپکو د وژل کیدو شمېر 46 تنو ته لوړ سوی دی.

د جمعې په ورځ هم امريکايي بې پيلوټه الوتکو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او په دوو جلا حملو کي يې په شمال لوېديځه صوبه کي11 تنه ووژل. د تحریک طلبه پاکستان، چي په دغه هيواد کي د زرګونوکسانو د وژل کیدو او ټپي کیدو لپاره مسوول ګڼل سوي، د پخواني وژل سوي مشر، بیت الله مسعود څخه وروسته حکیم الله مسعود خپل مشر وټاکه. بیت الله مسعود هم تیر کال د اګست په مياشت کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په حملو کي ووژل سو، په هغه وخت کي هم تحريک طلبه څو اونۍ له دې انکار کاوه، چي مشر يې وژل سوی، ښايي په دې وجه، چي د نوي مشر د ټاکلو پر سر شخړه وه.

په داسي حال کي، چي واشنګتن پر اسلام آباد باندي فشار زیات کړی، چي د هغو اورپکو پر ضد، چي د پاکستان له خاوري څخه د افغانستان په دننه کي په حملو لاس پوري کوي، مقابله وکړي، پاکستاني پوځي ځواکونو تيرکال په قبايلي سيمو کي د تحريک طلبه پاکستان یا TTP پر خلاف په یو لړ پراخو حملو لاس پوري کړی.

خو د دغو پوځي عملیاتو سره سره، TTP له هغو حملو مخ نه دی اړولی، چي په نتېجه کي ډيری ولسي وګړي وژل سوي دي. د جنورۍ په لومړۍ نېټه د والیبال په یو میدان کي څه دپاسه سل تنه په یو ځانمرګی بريدکي ووژل سول. د جنورۍ پر نهمه د تحریک طلبه پاکستان مشر،په يو ويډيويي کليپ کي د هغه يو اردني ترڅنګ ښکاره سو، چي د ډسمبر د مياشتي په پای کي يې په افغانستان کي د متحده ايالاتو په يوې پوځي هډې کي له خپل ځان سره د CIA 7 کار کونکي او يو بل اردنی استخباراتي غړي ووژل. ځانمرګي بريد کونکی په دغه ويډويي کليپ کي ادعا وکړه، چي هغه دبیت الله مسعود د مرګ د غچ اخيستو لپاره په دغه حملې لاس پوري کوي.

د 2008 کال د اګست د مياشتي څخه را په دې خوا د امريکايي درن يا بې پيلوټه الوتکو د پاکستان د خاوري په دننه کي کابو اتیا حملې کړي دي او په 2009 کال کي کله، چي بارک اوباما جمهوري رياست ته ورسید په هغوکي زياتوالی راغلی.

دغو حملو په پاکستان کي امريکايي ضد احساسات تند کړي او تحريک طلبه د هغو څخه د غچ اخیستو نعرې وهي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل