1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي وزيرستان هوايي يرغل ۳۲ کسان وژلي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي د چهارشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د می ۲۱) په سهار وختي يې له افغانستان سره په سرحد قبائيلي سيمه کي د ياغيانو پر يوه پټنځای باندي په هوايي يرغل کي ۳۲ تنه وسله وال جنگيالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1C3bW
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

يوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي خبريالانو ته ويلي دي چي «په شمالي وزيرستان کي د وسله والو پټنځايونه دقيق په نخښه سوي او بمبار سوي دي.» هغه زياته کړې ده: «په دغو هوايي عملیاتو کي ۳۲ تنه تروريستان وژل سوي دي چي د هغوی ډېر مهم قوماندانان هم پکښې شامل دي.»

خو دا چي دغه قوماندانان څوک دي، دغه پاکستاني چارواکي يې په اړه نور معلومات روښانه نه کړل.

دغه چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط يې له فرانسې خبري آژانس سره خبري کړي، ويلي دي: «داسي تائيد سوي راپورونه سته چي په دغو پټنځايونو کي هغو کسانو ځانونه پټ کړي ول چي په دې وروستيو کي يې په پيښور، مومند او باجوړ کي... او په شمالي وزيرستان د پوځ پر کاروان باندي بريدونه کړي ول.»

په شمالي وزيرستان کي يوه استخباراتي مامور ويلي دي چي دغه عمليات د وزيرستان د مرکزي ښار ميرانشا په ميرعلي، داتاخېل او غلام علي سيمو کي ترسره سوي دي.

ويل کيږي چي په دغو هوايي يرغلونو کي ملکي کسان چي ښځي او کوچينيان هم پکښې شامل دي وژل سوي دي، خو امنيتي چارواکي دا نه تائيدوي.

دا چي دغي سيمي ته د خبريالانو ورتگ امکان نه لري نو د خپلواکو سر چينو له خوا د وژل سوو کسانو هويت معلومول ستونزمن کار دی.

شمالي وزيرستان چي په پاکستان کي يوه له اوو نيمه خپلواکمنو سيمو څخه ده د وسله والو طالبانو او القاعدې ټينگ مرکز گڼل کيږي، چي واشنگټن يې په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه سيمه بولي.

دغه يرغلونه څو اونۍ له هغه وروسته ترسره کيږي چي وسله والو طالبانو په رسمي توگه د هغه اوربند د ماتولو اعلان وکړ چي د پاکستان له حکومت سره د اوه کلني جگړې د پای ته رسولو له پاره د سولي د خبرو اترو د ترسره کولو په موخه اعلان سوی وو.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د روان کال په فيبروري مياشت کي له «تحريک طالبان پاکستان» سره د سولي خبرو اترو د پيلېدو له پاره اوربند اعلان کړی وو.

د فرانسې خبري آژانس د معلوماتو له مخي له ۲۰۰۷ مېلادي کال راهيسي چي تحريک طالبان پاکستان (TTP) وسله وال زور زياتی پيل کړی دی، په ټول پاکستان کي نزدې ۶۸۰۰ کسان وژل سوي دي.