1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي کوريا د نوو بنديزونو مسوده وړاندي سوې ده

۱۳۹۱ بهمن ۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17Om3

د امريکا متحده ايالاتو د ملګروملتو د امنيت شورا ته د شمالي کوریا پر ضد د نوو بندیزونو د وضع کولو یوه مسوده وړاندي کړې ده. ډيپلوماټانو په نیویارک کښي ویلي دي چي دغه مسوده د ډسمبر پر ۱۲فضأ ته د شمالي کوریا د توغندی توغولو پر ضد یوعکس العمل دی. جزايی تدابیر د شمالي کوریا د هوانوردی د ادارې او نورو حکومتي تأسیساتو پر ضد پلان سوي دي. ویل کیږي د شمالي کوریا متحد، چین د امریکا سره تر خبرو او معاملې وروسته اوسني بندییزونه منلي دي. د مسودې په اړه به د چارشنبه په ورځ رایګیري کیږي.