1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي کوریا باندې نوي بندیزونه ولګول شول

۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

چین او روسیې د هغه پریکړه لیک ملاتړ کړی چې د شمالي کوریا د نساجي صنعت مخه نیسي او د تیلو د محصولاتو لیږد محدودوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري ویلي که چیرې شمالی کوریا اتومي پروګرام ودروي خپل راتلونکي جوړولی شي.

https://p.dw.com/p/2jlTJ
Nordkorea Flagge
انځور: picture alliance/AP Photo/W. Maye-E

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا له لوري د وروستۍ ازموینې په غبرګون کې د دغه هیواد پر وړاندې نوي بندیزونه تائید کړل. چین او روسیې د امریکا متحدو ایالاتو له لوري د وړاندې شوې مسودې ملاتړ وکړ چې پر شمالي کوریا باندې بندیزونه لګوي. په دغو بندیزونو کې د شمالي کوریا د نساجۍ صنعت پر صادراتو بندیز لګوي او همداشان دغه هیواد ته د تیلو تولیداتو واردات محدودي، چې د خپلو اتومي آزموینو له پاره یې کاروي.

په نیویارک کې د امنیت شورا له لوري د دوشنبي په ماښام د دغه پریکړه لیک تر تصویبولو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیري نیکي هیلي وویل چې هیواد یې له شمالي کوریا سره کومه جګړه نه غواړي او په وینا یې «پیونګ یانګ لا هغه پړاو ته نه دی رسیدلی چې ورځني ستنیدل ناشوني نه دي.»

USA UN-Sicherheitsrat in New York - US-Botschafterin Nikki Haley
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره، نیکي هیليانځور: Getty Images/S. Keith

هیلي د امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل «که چیرې [شمالي کوریا] خپل اتومي پروګرام درولو باندې راضي وي، نو خپله راتلونکي جوړولی شي. که چیرې دا په اثبات ورسوي چې په سوله کې ژوند کولای شي، نو نړۍ به ورسره په سوله کې ژوند وکړي.»

«نوی خطرناک پرمختګ»

هیلي له هغه څه څخه هم خبر ورکړ چې هغه یې د متحدو یالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د چین د ولسمشر شي، تر منځ «پیاوړي اړیکي» یادوي، چې د نوو بندیزونو په هکله یې مذاکراتو مهم نقش درلود.

په لومړنۍ مسوده کې امریکا متحدو ایالاتو پر شمالي کوریا باندې د تیلو بشپړ بندیز او همداشان د دغه هیواد د واکمن کیم جونګ اون، د بهرنیو شتمنیو کنګل کول غوښتل. خو د ویټو حق درلودونکو هیوادونو چین او روسیې یې د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره په خپلو غوښتنو کې نرمښت راوست.

خو پر دې سربیره هم هیلي پر دې باندې ټینګار وکړ چې دغه بندیزونه تر اوسه پر شمالي کوریا باندې تر سخت بندیزونه دي. په امنیت شورا کې د نوي پریکړه لیک په هکله تر رای اچونه وروسته هیلي وویل: «موږ د یوه خطرناک نوي پرمختګ پر ضد غبرګونو ښيو.»

د تیلو محصولات او د ټوکرو صادرات

نوی پریکړه لیک شمالي کوریا د طبیعي مایع ګاز له وارداتو منع کوي او همداشان د پیونګ یان له لوري د اومو تیلو د ورادولو مقدار د تیرو ۱۲ میاشتو سطحې ته راولي او د تصفیه شوو تیلو مقدار یې په کال کې دوه میلیونه بیلرو ته محدودوي.

دغه پریکړه لیک همداشان د شمالي کوریا د ټوکرو صنعت پر صادراتو باندې بندیز لګوي او ټول هیوادونه له دې څخه منع کوي چې د شمالي کوریا له  کارګرو سره نوي کاري قراردادونه وکړي. دغه جزایي اقدامات د شمالي کوریا د شپږمې اتومي ازموینې په غبرګون کې لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د پریکړه لیک تر تصویبدو دمخه د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي ول که چیرې د واشنګټن حکومت خپل پلانونه تطبیق کړي، نو په وینا به یې د هغې مناسبه بیه ورکړي.

د دوشنبي په شپه د امنیت شورا په غوندي کې د چین او روسیې استازو له شمالي کوریا سره د خبرو اترو د تر سره کیدو غوښتنه وکړه.

زموږ له آرشیف څخه: