1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزه هوايي بمبار او له غزې د توغنديو توغول

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه

په غزې تراډه کي د فلسطين د توندلاري سازمان حماس، او اسرائيلو تر منځ نښتو زور اخيستی دئ. په تل ابيب کي د توغنديو د خطر زنگ وهل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/16kGZ
انځور: Reuters

د اسرائيلو د ستر ښار تل ابيب اوسيدونکي د ۱۹۹۱ کال راهيسي په لومړي ځل د توغنديو له ويري د خوندي ځايونو په لټه کي دي. د خلج له جنگ راهيسي دا لومړی وار دئ چي دغه ښار په توغندیو ويشتل کيږي.

پر دغه ښار باندي له غزې تراډه څخه د ايران جوړ فجر-5 ، دوه توغندی توغول سوي دي، خو کوم ځاني زيان ئې نه دئ اړولی. د اسرائيلو د معلوماتو له مخي يو توغندی د يافا سيمي په درياب کي لوېدلی دئ، او بل ۱۵ کيلومتره ليري پر يو وچ ډاگ باندي لگېدلی دئ.

د توغنديو د توغولو پړه د فلسطين تندلارو اسلامي ډلو، اسلامي جهان او قسام ډلي، پرغاړه اخيستې ده.

د اسرائيلو پوځ ويلي دي، چي د دغه توغنديي بريد په جواب کي هوايي ځواک په غزې تراډه کي پر يو شمېر هدفونو باندي بمباريو ته دوام ورکړ او په يوه ساعت کي ئې د مديترانې سمندرگي په شمالي برخه کي پر ۷۰ هدفونو باندي بمبارۍ وکړې.

د جمعې په ورځ سهار(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۶) د الجزيرې تلويزيوني شبکې او امريکايي تلويزوني شبکې CNN له غزې تراډي څخه داسي انځورونه خپاره کړل، چي پر ښارباندي دود گرځېد.

اسرائيلي ځواکونو ويلي دي، چي په غزې تراډه کي ئې هغه ځايونه په نخښه کړي دي، چي توغندی ځني توغول کېدل.

دغه روززياتی وروسته له هغه پيل سو، چي اسرائيلي هوايي ځواک د چهارشنبې په ورځ په غزه کي د حماس نظامي عمومي قومندان احمد الجباري وواژه.

د حماس د نظامي عمومي قومندان مړی
د حماس د نظامي عمومي قومندان مړیانځور: AP

د اسرائيلو د معلوماتو له مخي د فلسطين تدلارو اسلامي ډلو د الجباري د غچ اخيستني په موخه پريهودي دولت باندي نزدې ۴۰۰ توغندی توغولي دي، چي په ترڅ کي ئې په يوه کور کي درې تنه اسرائيليان وژل سوي دي.

اسرائيلي ځواکونو د چهارشنبې له ورځي راهيسي په غزه کي ۳۲۰ هدفونه بمبار کړي دي، چي د وروستيو راپورونو له مخي د غزې په ساحلي سيمه کي نزدې ۱۹ تنه وژل سوي دي، چي شپږ تنه پکښې کوچنيان دي.

اسرائيلي ځواکونو ويلي دي، دوی هغه ځايونه بمبار کړي دي، چي هلته د توغنديو زيرمي، او هغه مواد موجود ول، چي د توغنديو په جوړولو کي ځني کار اخيستل کيږي.

د اسرائيلو صدراعظم ويلي دي، چي دوی به خپل ټول کوښښ وکړي، چي په بريدونو کي د ملکي وگړو د وژلو مخنيوی وسي. د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود بارک ويلي دي چي ۳۰۰۰۰ عسکر يې د تيارسی په حال کي دي.

رسنۍ ليکي چی د اسرائيلو دغه امادگي دا ښيي چي ځواکونه به ئې په غزې تراډي ور ننوزي. خو تر اوسه پوري په دې اړه کومي رسمي پريکړه نه ده سوې.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم