1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر فرانسوي عسکرو د کوچنيانو د جنسي تيري تور

afp, dpa/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

ښايي چي فرانسوي عسکرو به په مرکزي افريقا جمهوريت کي پر ډيرو کوچنيانو باندي تيری کړی وي. د ملگرو ملتونو د هغه مامور چي د دغو تورونو د پلټونو اجازه ئې ورکړه وه دنده ځنډول سوې وه.

https://p.dw.com/p/1FHt6
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Delay

د فرانسې عدلي چارواکي اوس هغه تورونه څېړي چي گويا فرانسوي عسکرو په مرکزي افريقا جمهوريت کي پر ډېرو کوچنيانو باندي جنسي تيری کړی دئ.

د فرانسې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د پاريس څارنوالۍ د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي لا د جنسي تيرو په اړه لومړنۍ پوښتني گروېږني پيل کړي وې.

د دفاع وزارت ويلي دي: «که دغه تورونه تائيد سول، نو هغه چا ته چي د عسکرو ارزښت ته زيان رسوي او دا د نه منلو وړ کار ئې کړی وي، تر ټولو سخته سزا به ورکړل سي.»

د فرانسې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي دوی ته د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي د ملگرو ملتونو له خوا خبر ورکړل سوی وو، چي گويا په مرکزي افريقا جمهور ريت کي پر فرانسوي عسکرو د کوچنيانو د جنسي تيريو تورونه لگول سوي دي.

په دې اړه شواهد د ملگرو ملتونو د يوه کارکوونکي له خوا راټول سوي ول. ويل کيږي چي د ۲۰۱۳م کال له دسمبر مياشتي څخه د ۲۰۱۴م کال تر جون مياشتي پوري پر لسو کوچنيانو باندي د بانگويي په هوايي ميدان کي جنسي تيری سوی دئ. د مرکزي افريقا جمهوريت د پلازمېني بانگوی هوايي ميدان امنيت فرانسوي عسکرو ساتلی.

معلومات خپرونکي ته سزا

د فرانسې د دفاع وزارت په يوه بيانيه کي د کوچنيانو شاهدي ورکولو ته په اشارې سره ويلي دي چي تورونه ډېر «تند» دي. په بيانيه کي راغلي دي چي که تورونه تائيد سي «عاملانو ته به ئې ډېر ژر سخته سزا ورکړل سي». په بيانيه کي دغه راز راغلي دي چي د دفاع وزارت په هغه ورځ چي د ملگرو ملتوو له خوا ئې د دغو تورونو په اړه راپور ترلاسه کړ د پاريس څارنوالي خبره کړې ده.

په دې اړه په لومړي وار انگليسۍ ورځپاڼي «گاردين» راپور ورکړ. وروسته بيا د ملگرو ملتونو د هغه مامور چي فرانسوي چارواکو ته ئې هغه رپوټ چي په دې اړه پوښتني پکښې سوي وې استولی وو، دنده وځنډول سوه. دغه مامور وروسته له هغه دغه کار کړی وو چي ملگرو ملتونو پر کوچنيانو باندي د جنسي تيري د مخنيوي په برخه کي هيڅ ونه کړل.

د ملگرو ملتونو يوه وياند د چهار شنبې په ورځ دا خبره تائيد کړې ده چي د دوی د يو مامور دنده په دې خاطر ځنډول سوې چي د ملگرو ملتونو د پوښتنو گرويږنو د رپوټ نتيجې ئې نا منظمي خپرې کړي وې. وياند دغه راز زياته کړې ده چي ملگرو ملتونو د دغو تورونو په اړه د ۲۰۱۴م کال په پسرلي کي لا پلټني پيل کړې.