1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پر محمد شهزاد یو کال بندیز ولګید

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا د یوه کال له پاره پر محمد شهزاد باندې د لوبو بندیز ولګوه. د بورد په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دې موده کې به شهزاد په هیڅ یوې کورنۍ او نړیوالې رسمي لوبه کې ګډون و نه کړي.

https://p.dw.com/p/3O5WQ
Mohammad Shahzad Cricket Asia Cup
انځور: Getty Images/I. S. Kodikara

د افغانستان تکړه توپ وهوونکي او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد، تر دې مخکې د کریکټ بورډ له اجازې پرته له افغانستان څخه بهر سفر کولو له کبله د بورد تر څیړنو لاندې وو. د افغانستان کريکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دسپلین کمیټې تر څیړنو وروسته، پریکړه کړې چې د یوه کال له پاره د محمد شهزاد قرار داد وځنډوي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «محمد شهزاد د یوه کال له پاره په هیڅ رسمي نړیوالې او کورنۍ لوبه کې ګډون نه شي کولی.»

محمد شهزاد د افغانستان د کریکټ یو له ډیرې سابقه لرونکو لوبغاړو څخه دی، خو دی په عین وخت کې یو داسې لوبغاړی هم دی چې وخت ناوخت د دسپلین او یا هم د خپل وزن له کبله له ستونزو سره مخامخیږي.

هغه د کریکټ د یو ورځینو لوبو نړیوال جام پر مهال هم د ټپ له کبله له لوبډلې وایستل شو، خو شهزاد کابل ته له رسیدو سره سم ادعا وکړه چې روغ رمټ دی او نه پوهیږي چې ولې له لوبډلې بهر شوی دی.