1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ملالې یوسفزۍ د برید یو کال پوره شو

شمس الرحمن ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۱۷, چهارشنبه

پر ملالې یوسفزۍ د وژونکي برید یو کال پوره شو، خو برید کوونکي تر اوسه نه دي نیول شوې .که له یوې خوا ملاله د دې یوه کال په موده کې په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه له بلې خوا ځینې ډلي د هغې مخالفت هم کوي.

https://p.dw.com/p/19wmH
انځور: Reuters

څېړونکي وايي چې د زده کړي په برخه کې د ملالې هڅو نړیوالو ته دا ثابته کړه چې د « سوات» خلک سوله غوښتونکي دي او له تعلیم سره مینه لري.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې د درې کلن کړکیچ پر مهال طالبانو په دغه سیمه کې خپل قانون نافذ کړی وو او د نجونو پر زده کړو يي بندیز لګولې وو او ښځي يې یوازي په کورونو کي بندۍ کړي وې؛ ۱۶ کلني ملالي د نجونو د زده کړو او د هغوی د حقونو له پاره غږ پورته کړ.

د همدغو کوښښونو له امله ملالي ته د سولي ملي جایزه ورکړل شوه او د ماشومانو د سولي د نړیوالي جایزې له پاره کاندیده شوه. ملاله د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتي پر ۹ نیټه د طالبانو له خوا د یو ترسره شوې برید په ترڅ کې د خپلو دوو خورلڼو کائنات ریاض، او شازیه رمضان، سره سخته ټپي شوه.

ملاله له پاکستان څخه د علاج له پاره بریتانيي ته واستول شوه. په بریتانيه کې تر درملنې وروسته ملالي د دوهم وار له پاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د دې یو کال په موده کې ملاله په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه او دې ته څو ارزښتمني او نړیوالي جایزې ورکړلې شوې.

ملاله د ښووني او روزني په برخه کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کیدو تر څنګ د سولې د نوبل د نړیوالي جایزې له پاره هم نومول شوې ده.

د دې تر څنګ چې ټوله نړۍ د ملالي د هڅو ستاینه کوي د سوات د ښوونځي نجوني هم هغه خپله هم فکره بولي. دغو نجونو له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل: «ملالي په داسي وخت کې د نجونو د زده کړي له پاره ږغ پورته کړ، چې نور نو دوی ناهیلې شوې وې.»

مسفره چې د پنځم ټولګي یوه زده کوونکې ده وايي: «نن د ملالي د مېړاني په وجه د سوات نجوني زده کړي کوي، موږ هره یوه ملاله یو. مخکي موږ غوښتل چې تر زده کړو د ترسره کولو وروسته به زموږ څخه ډاکټراني او انجینرانې جوړیږي، خو اوس زموږ هیله دا ده چې موږ لکه د ملالې په شان شو او د هغې په شان هڅي وکړو».

که له یوې خوا ټوله نړۍ د ملالي د کوښښونو ملاتړ کوې له بلې خوا د پاکستاني ټولني ځیني ډلۍ د هغې مخالفت کوي. د حضرت علي په نامه یو تن سوداګر وايي چې پر ملالي د حملي یو کال تیر شو خو تر اوسه پوری برید کوونکي نه دي نیول شوې له بلې خوا په سوات کې پر ملالۍ د برید د دوسيې تړل د اندیښنې وړ خبره ده.

نوموړی د خپلو خبرو په دوام وايي: «نړۍ له داسي خلکو څخه ډکه ده چې د خپل هیواد له پاره يې سرښندنې کړي دي هغوی له پامه غورځول کیږي، خو په کومه اندازه چې تمه کیدله ملاله تر هغې ډیره وستایل شوه.

لنډه دا چې د دې یو کال په موده کې د ملالې په شان فکر درلودونکو داسي نورو نجونو هم مخ پر وړاندي تګ ته ملاتړلې او که ملاله د نوبل جایزه ترلاسه کړي نو دا به نه یوازي د پاکستان، بلکي د ټول سوات له پاره د ویاړ ځای وي او په دې کار سره به د دغي ټولني د ماشومانو قدردانې شوې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب