1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نجونو غږ کول؛ د واده پریکړه که د تاوتریخوالي پیل؟

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

افغانستان کې ښځې د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د ورځینې ژوند یوه برخه ده. په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه بڼه دا ده چې یو څوک پر ځوانو او ناواده شوو نجونو غږ وکړي.

https://p.dw.com/p/13H7K
آرشیف انځور: پر نجونو غږ کول ډیر وخت تاوتریخوالی رامنځ ته کوي
آرشیف انځور: پر نجونو غږ کول ډیر وخت تاوتریخوالی رامنځ ته کويانځور: AP

یو کس کولای شي چې په بیلابیلو طریقو پر یوې نجلۍ غږ وکړي. تر ټولو معموله طریقه یې د نجلۍ کور ته نږدي د ډزو کولو وروسته د نجلۍ او د هغې د پلار د نوم اخیستل دې. بله لارې یې دا ده چې یو کس د کلي په مسجد او یا کوم بل ځای کې په یو لیک کې ولیکي چې فلانۍ نجلۍ چې د فلاني لور ده، د هغه راتلونکې ښځه ده.

که پر یوې نجلې غږ وشي نو دا معنې ورکوي چې بل څوک نه شي کولای د هغې سره واده وکړي. که څوک د یوې غږ وهلې نجلۍ سره واده وکړي آن د مرګ له ګواښ سره مخامخ کیدای شي. د غږ وهلې نجلۍ سره د واده کولو له کبله خو کله نا کله ځوانان خپل ژوند هم د لاسه ورکوي.

د خوست د ولایت يو تن قومي مشر، تور حاجي، وايي چې کورنۍ خپلې غږ وهلې نجلۍ پرته د ولور د اخیستو څخه زورورو کورنیو کې ودوي. خو هغه وایې چې بل کس سره د یوې غږ وهلې نجلۍ واده کول ډیر وخت مرګ ژوبله رامنځ ته کوي.

كه یو کس پر یو نجلۍ غږ وکړي او د نجلۍ کورنۍ دغې خپلوۍ ته راضي نه شي نو بیا غږ کوونکی څه کوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د غږ د دود په هکله د معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته د هر کس په ذهن کې څرګندیږي. په اصل کې خو رواج دا دی چې د غږ کوونکي کورنۍ باید د نجلۍ کور ته د بخښنې غوښتلو لپاره لاړ شي خو قومي مشر تور حاجي وایي چې ډیری وخت دغه بخښنې نه منل کیږي او خبره تاوتریخوالي ته اوړي:

«غږ کوونکې کورنۍ باید یو غټ غوایی واخلي او د غږ وهلي نجلۍ کورنۍ ته ننواتي وکړي. که یې ننواتې ومنل شي نو دوه نجونې به هم د خپل کار د جبرانولو لپاره د غږ وهلې نجلۍ کورنۍ ته ورکوي. خو ډیر ځلې دا ډول ننواتې نه منل کیږي او تاوتریخوالی رامنځ ته کیږي. زموږ په کلې کې آن داسې پیښې رامنځ ته شوي چې د یوې غږ وهلې نجلۍ لپاره درې کسان وژل شوي دي.»

د خوست د تڼيو د ولسوالۍ يو تن اوسيدونكی، ګل الرحمن، وايي چې ډیر وخت داسې هم كېږي چې يو کس د یوې کورنۍ د بدنامولو لپاره پر یوې نجلې غږ کوي:

«زموږ په سیمه کې داسې هم شوي دي چې د شخصي خصومتونو او یا هم د بلې دښمنۍ له امله پر یوې نجلۍ غږ کیږي ترڅو هغه غږ وهلې کړي.»

پر یوې نجلۍ غږ کول که هر دلیل ولري اصلي قربانۍ یې په خپله نجلي وي. کله نا کله خو غږ وهلې ښځې په ځان وژنه هم لاس پورې کوي.

ديني عالم، مفتي حبيب الرحمن، وايي چې غږ کول د اسلام له نظر هم غلط کار دی او هغه کسان چې پر ښځو غږ کوي د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي.

پر ښځو غږ کول خو د افغانستان په قانون کې هم یو جرم بلل شوی. د خوست د پوهنتون استاد، ميرولي جان لکڼوال، وایي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون په ۲۷ مادې کې راغلي چې که څوک د یوې نجلۍ د قانوني واده مخنیوی وکړي نو په بند محکوم کیدای شي. لکڼوال زیاتوي چې د دغه جرم لپاره د یو کال څخه تر پنځو کالو پوري بند په پام کې نیول شوی دی.

که څه هم په وروستیو کې د غږ وهلو پیښې ډیرې کمې شوي دي خو آن اوس هم په بیلا بیلو سیمو کې دغه کار تر سره کیږي.

فريدالله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش