1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر هوايي شرکتونو د کرونا د بحران نه اټکلیدونکي اغیزي

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

پر هوايي شرکتونو د کرونا د اغیزو اندازه معلومه نه ده. الوتکي له فعالیته لویدلي او پرسونل یې د بې کارۍ له ګواښ سره مخامخ دي. لوفت هانزا د پرسونل د کمولو خبر ورکړی او ایرفرانس- کې اِل اِم د لا زیاتو مالي مرستو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/3itAg
Geparkter Airbus A380 von Lufthansa  in Teruel / Spanien
انځور: ATC Pilot/Sebastian Thoma

د کرونا د ویروس پراخوالي د نورو ترڅنګ د نړۍ ستر هوايي شرکتونه هم له بې ساري چیلنجونو سره مخامخ کړي. په همدې اړه هوايي شرکتونه مجبوره سوي چې د سپما پروګرامونه تر لاس لاندي ونیسي.

د آلماني هوایی شرکت لوفت هانزا مدیریت، د دوشنبې په ورځ د خپل سپما پروګرام د بدلون په هکله خبر ورکړ. ویل کیږي چي د کرونا د بحران له امله دغه شرکت باید د تیرو اټکلونو په پرتله خپل پرسونل لاډیر راکم کړي.

د لوفت هانزا مسوولینو اعلان کړی چي د الوتلو له پاره تقاضا په نه اټکلیدونکي توګه راکمه سوې ده. هغوی اعلان کړی چي پرته له پرسونل راکمولو څخه بله چاره نه لري.

د لوفت هانزا د الوتکو غیرفعاله کیدل

مخکي له دې لوفت هانزا اعلان کړی وو چي خپلي ۱۰۰ الوتکي به د خپلو فعالو الوتکو له لیست څخه وباسي. اوس ویل کیږي چي دغه شرکت مجبور دی چې د خپلو غیرفعالو الوتکو شمیر ۱۵۰ ته لوړ کړي.

په عین وخت کي اعلان سوی چي د لویو پروژو عملي کول لکه د (ایربس اې ۳۸۰) ډوله الوتکو تولید په ټپه درول کیږي. دغه غټی الوتکي د ډیرو مسافرو د انتقال له پاره په نظر کي نیول سوي وې. د پروازونو د تقاضا په کمیدو سره د دغه ډول الوتکو تولید په دومره لګښت نه ارزي.

سربیره پر دې لوفت هانزا ویلي چي د خپل مدیریت د کدر ۲۰ سلنه به اخراج کړي. اوس له دې څخه خبري کیږي چي لوفت هانزا په پام کي لري خپل د پرسونل شمیر تر مخکینیو اټکلونو لا ډیر راکم کړي. مخکی له دې ویل کیدل چي لوفت هانزا پریکړه کړې چي خپل ۲۲۰۰۰ کارکوونکي له کاره وباسي.

د لوفت هانزا مدیریت همداسي اعلان کړی چي دغه شرکت ته په اوس وخت کي د میاشتي ۵۰۰ میلیونه یورو تاوان رسیږي. باید وویل سي چي د آلمان حکومت د ډیر پرسونل د برطرفه کیدو د مخنیوي له پاره تر اوسه په میلیاردونو یورو د نوموړي شرکت په اختیار کي ورکړي.

ایرفرانس‌ کې ال ام

د نورو هوایی شرکتونو حالت هم ډیر بحراني اټکل سوی. د مثال په ډول د کرونا د ویروس د پراخوالي دوام او د توریزم پر صنعت او پروازونو باندي د هغو اغیزي، د ایر فرانس ـ کې اِل اِم هوایی شرکتونه هم تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

د نوموړي هوایی شرکت مشر بینیامین سمیت، اعلان کړی چي د فرانسې او هالند له خوا مرستو یوازي له یو کال څخه لږ وخت له پاره کفایت کوي. دغه شرکت اټکل کوي چي د پروازونو وضعیت به تر ۲۰۲۴ کال پوری همداسي په کښته سطحه دوام پیدا کړي.

باید یادونه وسي چي د فرانسې حکومت تر اوسه ۷ میلیارده یورو او هالند هم ۳ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه یورو د دغه هوايي شرکت په اختیار کي ورکړي دي.

د ایرفرانس - کا اِل اِم د شرکت ویاند اوس اعلان کړی چي دغه پیسې د نوموړي شرکت د جبران خسارې له پاره کفایت نه کوي او دغه شرکت لا زیات مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

زموږ له آرشيف څخه: