1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر هیټلر باندي د سؤ قصد ۷۵ مه کلیزه

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

د نازي رژیم پر ضد د مقاومت بل هیڅ عمل دومره د اوږده وخت تأثیر نه درلود، لکه د ۱۹۴۴ م کال د جولای پر۱۰ د گراف شټاوفنبرگ په واسطه د هیټلر پر ضد ناکامه سؤ قصد. خو هغه تر نن ورځي پوري هم شخړه ایز پاته دی.

https://p.dw.com/p/3MOJW
Deutschland Wolfsschanze 1944 Stauffenberg und Hitler
انځور: picture-alliance/akg-images

۷۵ کاله دمخه په دغه سؤقصد کي د نن ورځي په مفهموم ډیر لږ ډیموکراټان شامل ول، کومو چي د هیټلر پرضد مقاومت کي یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ. تر ټولو دمخه د ممتاز قشر، بورژوازۍ او د وایمر د جمهوریت د پوځ د افسرانو په منځ کي ډیر داسي کسان وه، چي د نوو واکمنانو سره یې په اول سر کي ډیره امیدواري تړلې وه، خصوصأ  په ۱۰۱۹ م کال کي د ویرسای(Versailles ) غیر محبوب او ناخوښه قراداد ته په کتو سره. خو دا چي د نظامي مقاومت د غړو تصور د نن ورځي په مفهوم سم ؤ او یا نه، د هیټلر پرضد دغه ناکامه سؤقصد ۷۵ کاله وروسته هم یوه نوې مشاجره رامنځته کړې ده. 

Historsiche Aufnahme  1923 - Marsch der alten Kämpfer zur Feldherrenhalle in München
انځور: picture-alliance/IMAGNO/Austrian Archives

دغي شخړي ته تر ټولو دمخه د ډیرو نوو نشریو او مقالو په واسطه پیک وهل کیږي، کومي چي خصوصأ د گراف فون شټاوفنبرگ پر انگیزو باندي لیکل سوي دي. دغه ډگروال د ۱۹۴۴ م کال د جولای پر ۲۰ مه د هیټلر په مرکزي مقر کي چاودیدونکي مواد وچاودل، تر څو هیټلر په قتل ورسوي.

نو ایا شټاوفنبرگ غوښتل بې له قید و شرط د تسلیمیدو مخنیوی وکړي او که یې خپله قهرماني غوښتله؟ ایا هغه د یوه عالي رتبه افسر په حیث د نازي رژیم د جنایتونو څخه خبر ؤ او که یې د سؤقصد انگیزه د مذهبي عقیدې او یا مسؤلانه احساس پر بنأ وه؟ هر څه چي وه، سؤقصد ناکامه سو،او هیټلر په لږ ټپي کیدو سره ژوندی پاته سو. شټاوفنبرگ او د ده سره ملگري کسان اعدام سول.

Flash-Galerie Adel in Deutschland
ډگروال شټاوفنبریگانځور: picture-alliance/dpa

د نازي المان د هغه وخت استخباراتي ادارې (گېستاپو) که څه هم د خپلو تحقیقاتو او پلټنو څخه معلومه کړې وه، چي دسیسه جوړونکو د پوځ څخه دباندي مقاومتي گروپونو سره هم ارتباط درلود، خو بیا هم هیټلر په خپله راډیويي وینا کي ادعا وکړه، چي د ده پرضد سؤقصد کي یوازي یو څو تنو افسرانو لاس درلود. له همدې کبله د جولای د شلمي دغو دسیسه جوړونکو ته شاید د دوهم عمومي جنگ تر ختمیدو دوې لسیزي وروسته هم د ډیرو جرمنيانو له خوا د « جنایت کارانو» په سترگه کتل کیدله. خو دغه نظر په کراره کراره سره تغيیر خوري.

Am 20. Juli - Gedenken an Widerstand gegen Hitler
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د اوسني الماني پوځ عنعنوي درک او احساس له پاره د هغه وخت نظامي مقاومت تر نن ورځي پوري ډیر اهمیت لري. ځکه لکه ډگروال شټاوفنبرگ، جنرال هېنینگ او نورو نظامیانو، چي د نازي رژیم د جنایتونو په مقابل کي یې په ړندو سترگو اطاعت سره مخالفت وکړ، هغه باید د الماني پوځ عسکر هم، کوم چي د نورو اتباعو په ډول دي، خو نظامي یونیفورم په تن لري، په خپله فکر وکړي او په ړندو سترگو اوامر ونه مني.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 08.05.2015)