1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر وزيرستان باندي د پوځي تعروضي عملياتو دريمه ورځ

۱۳۸۸ مهر ۲۷, دوشنبه

په جنوبي وزيرستان کي دطالبانو دځايونوپه ضد دپاکستان دپوځ داذادۍ اوخلاصون په لور دنرۍ لاري تر نامه لاندي عمليات دوام لري...

https://p.dw.com/p/KAOY
په جنوبي په بنو ښارګوټي کي پاکستاني پوځيان د طالب جنګياليو سره د تعروضي عملياتو پر مهال
په جنوبي په بنو ښارګوټي کي پاکستاني پوځيان د طالب جنګياليو سره د تعروضي عملياتو پر مهالانځور: AP

ويل کيږي چي دواړه خواوي له درنو وسلوڅخه کار اخلي .د ځمکنيو قًواوو دوړاندي تګ په برخه کي، هوايي ځواکونه دطالبانو په پټن ځايونوباندي دبمونوله اورولو سره مرسته کوي.دپوځ وياند عطارعباس دپوځ وړاندي تګ ويني خو په عين وخت کي پدي اقرار کوي چي:

پوځ ورو ورو مخ په وړاندي روان دي ځکه چي سيمه ډيره غرنۍ،او وړاندي تګ پري ستونزمن دي . هرګام بايده دي په احتياط سره واخيستل شي، ځکه چي هري خوامينونه اوبمونه په ځمکه کي خښ دي چي بايد لري اوخنثي کړاي شي.»

داپه ډاډ سره کوم تصادف ندي چي دافغانستان اودعراق دجګړو لپاره امريکايي عمومي قوماندان جنرال پطرويوس اوس په ياکستان کي دي .ځکه چي دامريکا دمتحده ايالتونولپاره هم ددي عملياتو بريالي کيدل ډير مهم دي . ځکه چي په افغانستان کي دلويديزوالو پوځونو برخه ليک پدي پوري تړلي دي چي آياله ګډو پولو څخه آخوا دطالبانو لپاره نورهم پټن ځايونه شته اوکنه؟ خو پخپله پاکستان هم دطالبانو دترور له امله پدي وروستيو اونيو کي رنځونه ګاللي دي . اوپه پرله پسي ډول په هغه هيواد کي ګوذارونه شويدي. نو اوس پوځ غواړي چي دافراطيانوپه اصلي ځايونوباندي بريدونه وکړي . دپوځ ویاند عباس وايي:

«ډيريو کله يي چي وليدل چي مونږ راځو، خپل ځايونه خوشي کړيدي . تراوسه لادعملياتو پیل دي، اواوس لاوخته ده چي څوک دهغو دسلوک په برخه کي څه وويلي شي، خو دعنعني له مخي دوي ډير قوي جنګيالي دي».

تراوسه هم له جنوبي وزيرستانه څخه دخلکو تښتيدل دوام لري دکنترول په څوکيو کي دغه کسان درول کيږي، ترڅو کوم لوي تروريست دپوځيانودعملياتو له سيمي څخه ونه وزي . ويل کيږي چي په لسهاووزره کسه تراوسه تښتيدلي او يا همدا اوس دتښتيدو په حال کي دي .خودسياست پوه اکرام سيګل دوينا له مخي لکه دڅو مياشتو پخوا په شان دکډوالو دڅپو انتظار نه کيږي .هغه مهال دسوات له دري څخه چي دپاکستان په شمال لويديز کي پرته ده څّه ناڅه دوه مليونه کسه وتښتيدل .سيګل وايي:

د وزيرستان څخه په زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پريښودلو ته اړي سوي دي
د وزيرستان څخه په زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پريښودلو ته اړي سوي ديانځور: AP

«دسوات ددری په جګړه کي خلکو دخپلي کډي دتړلو لپاره ډير وخت نه درلوده. هغه مهال ډير په بيړه سره خلک وتښتيدل. هغه مهال ډيرو زياتو کسانو ناڅاپه خپله سيمه خوشي کړه .خو دجنوبی وزيرستان خلک دجولاي له مياشتي راهيسي پدي پوهيدل چي په هغه ځاي باندي به ستر بريد وشي . نو څه ناڅه ديرش څلويښتو زرو کسو نوموړي سيمه پريښوده.»

حکومت په ټول هغه هيواد کي دا اونۍ دافراطيانو دواراوبدل داخيستو له ډاره او په امنيتي لاملونو ښونځي اودولتي اداري تړلي دي .داچي په جنوبي وزيرستان کي به عمليات څومره دوام وکړي تراوسه لا څوک څه نشي ويلاي . دپوځ وياند عباس هم پدي هکله څه ويلي نشي . نوموړي وايي:

«دعملياتو ځاي په ځاي دريدل به ډير سخت ګوذار په پوځ باندي وي .خو مونږ بديل پلانونه هم جوړ کړيدي . که دمونږ داعمليات په کوم ځاي کي له خنډسره مخامخ شي نومونږ بيا احتياطي عسکراو طرحي هم لرو چي داصلي عملياتو ملاتړوکړي .دآذادۍ اوخلاصون دنرۍ لاري ترنامه لاندي داعمليات یوازي دپوځ دحيثيت لپاره ډير مهم ندي بلکه دحکومت لپاره يي هم اهميت ډير زيات دي.»

حکومت هيله لري چي نوموړي هيوا د بالاخره له تروره څخه پاک کړاي شی . داسي چي په طالبانو باندي هلته بريد وکړي چيرته چي دوي احتمالا دخپلوګوذارونو طرحي جوړوي.کتونکي پدي عقيده دي چي افراطيان به ډير سخت مقاومت وکړي .

Küstner, Kai/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل