1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر يوه افغان ژورناليست د کابل په زړه کي بريد سوی

۱۳۸۹ دی ۲۹, چهارشنبه

پر افغان ليکوال او د بست باستان د خبري آژانس پر ريس رزاق مامون د کابل په زړه کي تيزاب شيندل سوي او سخت يې سوځلی دی.

https://p.dw.com/p/QtOG
د کابل ښار يو انځور
د کابل ښار يو انځورانځور: DW

نا څرګندو کسانو چي ويل کيږي شميره يي دوه تنه وه د کابل په مکرويانو سيمه کي د عامي روغتيا څلور لاري ته نږدي د رازق مامون پر مخ او د بدن په نورو غړو تيزاب شيندلي او سخت يي سوځولی دی.

رزاق مامون له پيښي وروسته په روغتون کي دويچه ويله ته د خبرو پر مهال وويل چي دی له خپل کاري دفتر څخه کور ته روان وو چي د ماښام په پاو باندي شپږ بجو پري د مخ پټ کس له لوري دغه ګزار وسو.

مامون چي له تيرو څو کلونو راهيسي په حکومت او يو شمير ګاونډيانو ملکونو په انتقادي بحثونو کي ګډون کاوه وايي چي د خپل يوه نوي کتاب تر خپرولو وروسته د ايران له لوري څو څو ځله ګواښل ورته سوی دی.

د رزاق مامون دغه کتاب رد پای فرعون نوميږي چي تر اوسه بازار ته ندی راوتلی خو ويل کيږي چي پکښي ډيري نيوکي پر ايران سوي دي.

د کابل ښار د امنيه قوماندانۍ د جنايي څيړنو مشر سمونوال محمدظاهر وويل، چي ناپيژاندو تير ماښام پر شپږ نيمو بجو هغه مهال د رزاق مامون پر مخ تيزاب وشيندل، کله چي هغه غوښتل خپل کور ته ولاړ سي.

نوموړي وويل چي دوی نه پوهيږي دغه کار به د چا له لوري تر سره سوی وي.

رزاق مامون د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د هفته نامه کابل په نامه يوې اونيزي د مشر په توګه دنده لرله، وروسته يي د آزادۍ راډيو د افغانستان د دري سرويس د ايډيټر په توګه دنده لرله چي وروسته بيا د پيمان په نامه د ورځپاڼي مشر سو او لږ وروسته دغه ورځپاڼه د هغه څه په سبب چي حکومت يي پر ځان بې ځايه انتقادونه بولي وتړل سوه.

نوموړي هغه مهال ډير مطرح سو چي د اسرار مرګ داکتر نجيب الله په نامه يو کتاب يي تر ليکلو وروسته په غټ شمير کي بازار ته وړاندي کړ.

په دغه کتاب کي د افغانستان د پخواني جمهور ريس ډاکټر نجيب الله د مرګ په اړه تحقيق سوي وو او د ليکوال له نظر يو شمير هغه کسان ټولو ته ور پيژندل سوي ول چي په دغه قتل کي يې د ليکوال په باور لاس درلود.

د رزاق مامون پر مخ د تيزابو د شيندلو پيښه په کور دننه د خبريالانو او له هغوي څخه د مدافع ټولنو له لوري په پراخه کچه غندل سوې ده.

د جنوبي آسيا د خپلواکو رسنيو د مرکز غړي ضيا بوميا وويل چي دغه کار د بخښلو وړ نه دی او حکومت يې بايد ژر تر ژره عاملين ونيسي.

د يادولو وړ ده چي ځوان ليکوال رزاق مامون دمګړۍ د چهارصد بستر په روغتون کي تر درملني لاندي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی/ نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل